لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند يو بل مشر سترې محکمې نااهله کړو


د پاکستان سترې محکمې د مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکی پخوانی وزير مملکت طلال چوهدري د عدالت د سپکاوي په جرم سزا کړو او د پينځه ؤ کالو دپاره يې نااهله کړو.

د ستر عدالت جسټس ګلزار احمد په مشرۍ درې کسيزه بينچ په ۱۱ جولائي دا فېصله محفوظ کړې وه کومه چې نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ واورول شوه.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه عدالت په طلال چوهدري يو لاک روپۍ جرمانه هم لګولې او د عدالت برخاست کېدو پورې يي ورته د پاکستان د ائين ارټيکل ۶۳ مادې لاندې سزا هم ورکړې ده.

طلال چوهدري ته دا سزا د کال ۲۰۱۸په ۲۴ او ۲۷ جنورۍ د عدليې پرضد وېناګانو باندې ورکړل شوې ده.

طلال چوهدري يوې جلسې ته په وېنا کې ويلي وو " يو وخت ؤ چې خانه کعبه د بوتانو ډکه وه، او نن زمونږ عدالت چې يو اعلا ترين رياستي اداره ده، د يو امر نه حلف اخيستونکو ججانو نه ډک دی".

يو بل ځايي کې يي پخواني وزير اعظم نواز شريف ته په مخاطب کولو سره ويلي ؤ " ميا صېب دا ټول بهر وغورځوه، دوي د عدالت نه بهر وغورځوه،دوي به انصاف درنکړي بلکه خپله ناانصافي به جاري ساتي".

د پاکستان د سترې محکمې مشر جسټس ثاقب نثار د طلال چوهدري د دې خبرو خپله نوټس اخستی ؤ او هغه ته يې د عدالت د سپکاوي نوټس جاري کړی ؤ.

له دې نه وړاندې هم د پاکستان مسلم ليګ ن د مشر نواز شريف په ګډون يو شمېر مشران د عدالت لخوا سزا شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG