لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ډله د جوزجان څخه ويستل شوې


طالب وسله والو اعلان کړی چې د افغانستان شمالي ولايت جوزجان يې د داعش څخه پاک کړی او ادعا يې کړې داعشيان يا خو تښتېدلي او يا حکومتي ځواکونو ته تسليم شوی دي.

د ترکمانستان سره په پوله پروت ولايت جوزجان چارواکو د شورو، چهارشنبې په ورځ پخلی کړی چې ۱۵۰ داعشيان چې پکې بهرني هم شامل وو تسليم شوي دي.

د درزاب ولسوالۍ د پوليس مشر عبدالحفيظ کاشي وي او ای ته ویلي د داعش د کمانډر حبيب الرحمان په ګډون تندلاري د ولسوالۍ مرکز ته راغلي او تسليم شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي طالبانو درې اوونۍ وړاندې په درزاب کې د داعش پرضد پېل کړي عمليات د شورو په ورځ پای ته رسولي دي.

هغه د ۱۰۰ داعشيانو د وژلو ۱۳۰ د نیولو دعوه کړې او په جګړه کې يې د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو او ۱۳ ژوبلېدو هم ويلي دي.

داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ننګرهار ولايت کې په لوموړي ځل په کال ۲۰۱۵م کې راښکاره شوې او بيا يې خپل فعاليتونه تر کونړ، نورستان او په شمال کې جوزجان ته غځولي وو.

په شمال کې د داعش په موجودګۍ روس هم اندېښنې څرګندې کړې وې.

داعش په وروستيو کې په ننګرهار کې د زیاتو بريدونو زمه وارۍ منلي چې پکې عام خلک او امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG