لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګردېز کې په جومات ځانمرګی برید ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


د افغانستان د پکتیا سیمه ییزو چارواکو ویلي ،نن شاوخوا یوه نیمه بجه دګردیز ښار مرکز د دویمې امنیتي حوزې اړوند د خواجه حسن کلي په جامع جومات کې ځانمرګی برید شوی دی.

دپکتیا والي ویاند عبدالله حسرت له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي،برید کوونکي په ځان پورې تړولو چاودیدونکو توکو ته د جومات په داخل کې هغه مهال چاودنه ورکړل چې لس ګونه کسان د جمعې دلمانځه ادا کولو لپاره راغونډ شوي وو.

نوموړي زیاته کړه په ځان وژونکي برید کې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلي او دا چې څومره ټپیان او وژل شوي دي لا یې کره شمیر نه دی معلوم .

حسرت وویل:((لومړني معلومات چې تر دې دمه مونږ ته رسیدلي ۴۰ تنه تلفات لرو او د دې امکان شته چې په ارقام کې بدلون رامنځته شي.))

دپیښې عیني شاهدانو ویلي، د جومات په داخل کې دوه چاونې شوي او دلسګونو کسانو دمړو او او ټپیانو جسدونه په موټرو کې روغتونون ته انتقال شوي دي.

نور جزیات وروسته ............

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG