لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکیې هم د امریکې په غبرګون کې پر دوو امریکایي وزیرانو بندیز ولګاوه


واشنګټن ـــ د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان هم پر دوو امریکایي وزیرانو بندیز لګولی او د هغوی د آثاثو د کنګل کولو امر یې کړی دی.

اردوغان دا ګام د امریکې د هغه اعلان په غبرګون کې اخیستی چې د تېرې چارشنبې په ورځ یې په دې تور پر دوو ترکي وزیرانو بندیز ولګاوه، چې وایي هغوی دوه کاله وړاندې هلته یو امریکايي پادري نیولی دی.

ولسمشر اردوغان تېره ورځ په انقره کې د ښځو په اړه جوړې شوې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: موږ تر پرونه زغم وکړ، خو نن خپلو ملګرو ته امر کوم چې په ترکیه کې د امریکا د عدلیې او داخله وزیرانو آثاثې وتړي. اردغان وویل:

"هغه څوک چې فکر کوي ترکي به په خپلو ګواښونو او ناڅاپه بندیزونو پر شا راولي دا څرګندوي چې دوی د ترکیې ملت نه پېژني".

د نېټو ځواکونو د دوو اتحادي هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی د امریکايي پادري اینډریو برنسن پر سر راغلی، چې دوه کاله مخکې په ترکي کې نیول شوی دی. پر پادري برنسن د ترهګرۍ تور دی چې وایي په ۲۰۱۶م کال کې یې د ترکي په ناکامه کودتا کې لاس درلود.

امریکې د شورو- چارشنبې په ورځ په خپل هېواد کې د ترکیې د عدلیې پر وزیر عبدالحمید ګل او د کورنیو چارو پر وزیر سلیمان سوېلو باندې بندیز ولګاوه، د هغوی آثاثې یې کنګل کړې او د امریکې پر خلکو یې له هغوی سره پر تجارت هم بندیز ولګاوه.

پادري انډریو برنسن ته د ۳۵ کاله بند سزا اورول شوې ده، خو هغه له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې له زندانه را ایستل شوی او په ترکيه کې په خپل کور کې نظربند ساتل شوی دی، خو امریکې پر هغه لګېدلي تورونه بې بنیاده بللي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG