لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: تیار یم چې د ایران او سعودي تر منځ مثبت رول تر سره کړم


واشنګټن ـــ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان- چې ګوند یې د پاکستان په عامو انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې او تمه کېږي چې د دې هېواد وزیراعظم شي- ویلي چې تیار دی د ایران او سعودي تر منځ مثبت کردار تر سره کړي.

د ایران سفیر مهدي هنردوست پرون له عمران خان سره د هغه په کور کې لیدلي او په ټاکنو کې پر بریالیتوب یې ورته د ایران د ولسمشر حسن روحاني مبارکي ورکړې ده.

عمران خان ایراني سفیر ته ډاډ ورکړی، چې ایران او سعودي تر منځ په منځني ختیځ کې د اختلافاتو د هوارولو لپاره تیار دی او ایراني سفیر ورته ویلي چې هېواد یې له پاکستان سره د تجارت د زیاتولو تر څنګ نورو مرستو ته هم تیار دی.

د تحریک انصاف ګوند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ایراني سفیر عمران خان ته ویلي چې هېواد یې د ایران- پاکستان د ګېس پایپ لاین منصوبې په اړه هم له پاکستان سره خبرې اترې کول غواړي، ځکه چې وایي دا پایپ لاین کولای شي د پاکستان مستقبل بدل کړي.

ایراني سفیر هنردوست عمران خان ته ویلي چې د سیمې خرابو حالاتو ته په کتو سره ایران په سیمه کې د امنیت د باوروي کولو لپاره د پاکستان د وړاندیزونو هرکلی کوي.

خبرپاڼه وایي عمران خان هم د ایراني سفیر د ښو څرګندونو په ځواب کې ورته ویلي، چې پاکستان د خپلو ټولو څنګلوریو هېوادونو په شمول له ایران سره هم تجارت ته وده ورکول غواړي.

عمران خان ایراني سفیر ته ویلي، له ډېره وخته یې غوښتل چې یوه ورځ به ایران ته ځي او د دې هېواد د تاریخي ځایونو ننداره به کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG