لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: که راو انوار بیرته ونه نیول شو کلک احتجاجونه به وکړو


واشنګټن ـــ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د اګست تر ۱۲مې چې د پښتونخوا په سوابۍ کې جلسه کوي، د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار بیرته ونه نیول شو او بیرته پر خپله څوکۍ فعال کړل شو، نو دوی به په دې جلسه کې کلکه احتجاجي تګلاره اعلان کړي.

"د اګسټ په ۱۲ مه به په سوابۍ کې ولسي جلسه ترسره کیږي. هلته به د هر چا، د هر مظلوم اواز پورته کیږي. موږ به خلکو ته ورښایو چې زموږ د خلکو او د ځوانانو وینې چا تويې کړې؟ څنګه یې تويې کړې؟ او ولې یې تويې کړې؟"

ښاغلي پښتین تېره شپه پر خپل فېسبوک په وینا کې وویل، د تحریک فعال غړی یې حیات پرېغل د ټولنیزو رسنیو د فعالیت په تور بندي دی خو د ده په وینا د عدالت له خوا د ۴۴۴ کسانو په وژنه تورن ګرځول شوی پولیس افسر راو انوار خوشی شو.

منظور پښتین وویل، په پاکستان کې د پښتنو غیرعدالتي وژنې د ۱۹۴۸م کال د اګست له ۱۲مې د چارسدې په بابړه کې پیل شوې- چې شاوخوا ۶۰۰ پښتانه امنیتي ځواکونو په ډزو وژلي وو- او لا هم روانې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په تېرو پینځو میاشتو کې د بلوچستان په ږوب، کلاسیف الله، خانوزۍ، کوټه، د پښتونخوا په پېښور، سوات، ډېره اسماعیل خان، درازنده، د پنجاب په لاهور او د سیند په کراچۍ ښارونو کې سترې ولسي غونډې کړې دي، چې پکې یې له ریاسته د پښتنو په سیمو کې د جنګ د ختمېدو، عدالت ته د ورکو خلکو د وړاندې کېدو، په غیرعدالتي توګه د وژل شویو پښتنو لپاره د عدالتي کمېشن د جوړېدو او له قبایلي سیمو د ماینونو د پاکېدو غوښتنې کړې دي.

منظور پښتین وویل، د خپلو نورو غوښتنو تر څنګ به اوس له ریاسته د خپلو وسایلو حساب هم غواړي. ده وویل چې له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې د پښتنو معدني وسایل ایستل کېږي، خو په بدل کې یې دوی ته هیڅ امتیاز نه ورکول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال په جنورۍ کې وروسته له هغه پیل شو، چې په کراچۍ کې پښتون ځوان نقیب الله مسید په یوه جعلي پولیس مقابله کې و وژل شو او د وژنې په ضد یې دې تحریک له ډېره اسماعیل خانه تر اسلام اباده پیاده لاریون وکړ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG