لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان: ځانمرګي بريد کې د نېټو درې سرتيري وژل شوي


په افغانستان کې بهرنيو نړيوالو ځواکونو نېټو نن د اتوار، يکشنبې په ورځ ويلي چې په يو ځانمرګي بريد کې يې د افغان ځواکونو سره په ګزمه بوخت درې سرتيري وژل شوي دي.

نېټو ويلي په بريد کې يې د يو امريکايي په شمول دوه افغانستان سرتيري ژوبل شوي هم دي.

په افغانستان کې د امريکايي پوځ مشر جنرال جان نکلسن په ياده پېښه کې د سرتېرو په وژنه د هغو د کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

نېټو ویلي دوی د وژل شوؤ سرتېرو پېژندګلو نه ده څرګنده کړې خپل هېوادونه به يې پېژنګلو ښکاره کوي.

نېټو د دغه بريد د ځای په اړوند څه نه ويلي خو د نېټو د بيان نه څو ساعته وړاندې طالبانو ادعا کړې وه چې په پروان ولايت کې يې د امريکايي سرتېرو کاروان په هدف کړی دی.

د طالبانو وياند د اته ؤ امريکايي سرتېرو د وژلو ادعا کړې خو دوی زياتره هم د زیاتې مرګ ژوبلې اړولو وايي.

بل لور ته داعش په پکتيا ولايت کې د جمعې په ورځ د شيعه ګانو په جومات د ډزو او ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې ترسره شوي ياد بريد کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۹۶ ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG