لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دپوځ په ګاډي بمي برید کې درې عسکر ژوبل شوي


دافغانستان سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان سیمه کې دپوځیانو په یو ګاډي‌ بمي برید کې لږ تر لږه درې عسکر ژوبل شوي دي.

د اتوار په ورځ د سیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې دغه برید دشمالي وزیرستان د رزمک په مهاجر بازار کې هاغه مهال په پوځيانو شوی کله چې دهغوئ ګاډی په سړک تیریدلو.

سرچیني وایي چاودنه د ریموټ کنټرول دلارې دبمونو په شنډوونکې ډله شوې چې د ظریف،ګلزار اؤ وقار په نومونو پکې درې عسکر ژوبل شوي دي .

چاودنه کې ژوبل کسان د درملنې دپاره وړومبی د رزمک کیمپ ته اؤ بیا له هغه ځایه د هیلي کاپټر د لارې دپېښور پوځي روغتون ته رسول شوي .

دپېښې نه سمدستي وروسته په لویې شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

تر دې مهاله کومې تندروه ډلې ددغه چاودنې پړه پغاړه نه ده اخستې.

شمالي وزیرستان دخیبر پښتونخوا هاغه قبائيلي ضلعه ده چې په یو وخت کې دالقاعده اؤ طالبانو مهم مرکز یادیدلو خو په کال۲۰۱۴م کې دغلته پوځ د تندلارو په ضد د ضرب عضب‌ په نوم پراخه عملیات وکړل اؤ‌ اوس دعوه کوي چې دغه سیمه یې د تندلارو څخه پاکه کړې ده.

د ضرب عضب عملیاتو راپدیخوا هم په شمالي وزیرستان کې زیاتره مهال په امنیتي ځواکونو دغسې بریدونه کیږي چې تر دې مهاله پکې په سوؤنو پوځیان اؤ دملیشې عسکر مړه اؤ‌ ژوبل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG