لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د کېنېډا سفير ويستلی او خپل سفير يې ترې بيرته بللی


سعودي عرب د ګل، دوشنبې په ورځ په کورنيو چارو کې د "لاس وهنې" په تور د کېنېډا سفير د خپل هېواده ويستلو او په کېنېډا کې د خپل سفير بيرته رابللو ويلي دي.

رياض د اوټاوا سره د سوداګريزو اړيکو ودرولو هم ويلي دي.

د ای اېف پي ترمخه دغه بدلون وروستو له هغې رامنځته شوی چې کېنېډا په سعودي عرب کې د بشري حقونو د فعالانو په سمدستي ډول د خوشي کولو خبره کړې وه.

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزارت ویلي، "د سعودي عرب دولت به کومه بهرنۍ لاس وهنه قبول نه کړي او نه به د کوم هېواد په اشارو وچليږي".

سعودي عرب اعلان کړی خپل سفير د مشورې دپاره راغواړي.

د بهرنيو چارو وزارت د کېنېډا سفير ته په ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د پرېښودو ويلي او اعلان يې کړی دی چې د اوټاوا سره ټولې نوې پانګونۍ تړي.

په سعودي عرب کې د کېنېډا سفارتخانې د فعالې ثمربداوي په ګډون د بشري حقونو د فعالانو په نيولو اندېښنه څرګنده کړې وه.

سفارتخانې د جمعې په ورځ ټويټ کړی ؤ چې "مونږ د سعودي عرب حکومت ته وايو چې په سمدستي ډول پرامنه فعالان خوشي کړي".

په سعودي عرب کې د ښځو د حقونو فعاله بداوي تېره اوونۍ سره د ملګرو نيول شوې وه.

د سعودي دولت د ښځو د حقونو د غورځنګ څو غړې په دې تور نيولې وې چې دوی د دښمن هېواد په مرسته ملي امنيت کمزوری کوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د کېنېډا په بيان سخت غصه څرګنده کړې وه.

وزارت ویلي "د کېنېډا په بيان کې د خوشي کېدو توری بد مرغي ده او دا د هېوادونو په اړيکو کې د قبلولو وړ نه دي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG