لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقيب مسید د پلار په خواست سندهـ هائیکورټ راؤانوار او څارنوال غوښتي


د سندهـ صوبې سترې محکمې (هائيکورټ) د نقيب مسيد د پلار په خواست د کراچۍ پوليسو پخوانی افسر راؤ انوار، د صوبې څارنوال او نورو فريقېنو نه ځواب غوښتی دی.

د نقيب مسید د پلار وکيل صلاح الدين پهنور په وېنا دوی د نقيب مسید د وژنې قضيه، چې د ترهګرۍ ضد کوم عدالت کې روانه وه، دوی د قضيې بل عدالت ته منتقل کولو دپاره په ۱۶م جولايۍ هائيکورټ ته خواست کړی ؤ.

هائیکورټ د روانې مياشتې په ۲۰ م نېټه د ټولو فريقېنو نه ځواب غوښتی دی.

د پهنور په خبره د نقيب مسيد د کورنۍ په دغه عدالت اعتماد نه دی پاتې ځکه چې دوی د قضيې په وخت عدالت ته د راؤ انوار بې د هتکړو راوستو ترڅنګ څو نور شکايتونه کړي خو عدالت يې يوه خبره هم نه ده اورېدلې ځکه دوی سترې محکمې ته خواست کړی چې مقدمه بل عدالت ته وليږي.

د نقيب مسيد د وژنې په تور کې بندي راؤ انوار ته په قضيه کې د روان کال په لسمه جولايۍ ياد عدالت د ضمانت منظوري ورکړې او بيا په ۲۰م جولایۍ يې هغه ته بيا د وسلې او چاؤدېدونکو موادو په مقدمه کې ضمانت منظور کړی ؤ.

په ۲۱م جولايۍ د راؤ انوار په ضمانت د خوشي کولو امر شوی ؤ.

د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه يې د جنوبي وزیرستان ۲۷ کلن زلمی نقیب الله مسيد سر د درېو کسانو په يوه جعلي مقابله کې وژلی ؤ.

د يادې پېښې پلټونکې د پوليس د لوړ پوړو افسرانو يوې کمېټۍ په خپل راپور کې منلې وه چې نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

راؤ انوار او د هغه سره په پوليس ډله باندې د نقيب مسيد پلار محمد خان د وژنې مقدمه درج کړې وه.

راؤ انوار د مارچ په مياشت کې ځان عدالت ته وړاندې کړی او هغه د مې په مياشت کې عدالت ته په ضمانت د خوشي کېدو خواست کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG