لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاریاب:نښتو کې اته افغان سرتیري اؤ اووه طالبان وژل شوي


دافغانستان په فاریاب ولایت کې دافغان سرتیرو اؤ طالبانو ترمینځ نښته درنه نښته شوې چې پکې اته افغان عسکر اؤ اووه طالبان وژل شوي اؤ اووه نور عسکر ژوبل شوي دي.

دافغانستان طلوع ټي‌ وي د دوشنبې په ورځ د سرچینو له خولې ویلي چې طالبانو د فاریاب په غورمارچ ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو بریدونه کړي اؤ په دغه مهال ددواړو خواؤ ترمینځ سخته نښتې شوي دي.

سرچینې وایي د نښتو په مهال طالبانو یوه پوسته هم قبضه کړې ده.

سرچینې وایي نښتو کې اته افغان سرتیري اؤ د ملاعبدالله په نوم دیو طالب کمانډر په ګډون اووه طالبان وژل شوي اؤ اووه عسکر ژوبل شوي خو افغان دولت یا طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

دافغان امنیتي سرتیرو اؤ طالبانو ترمینځ نښتو کې دا شدت په داسې حال کې لیدل کیږي چې امریکا د طالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ د روغې جوړې هڅې چټک کړي اؤ تیره میاشت دطالبانو اؤ امریکایي چارواکو ترمینځ دمخامخ خبرو راپورونه هم مخې ته راغلي وؤ.

د دوشنبې په ورځ دافغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله افغان پارلیمان ته ویلي چې دامریکا لخوا طالبانو سره دتماسونو نیولو موخه سولې ته لاره برابرول دي اؤ افغان دولت ددغو تماسونو څخه خبر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG