لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دتحریک انصاف پارلیماني ډلې عمران وزیراعظم ونومولو


په پاکستان کې شوؤ ټولټاکنو کې د بریالي شوي ګوند تحریک انصاف پارلیماني ډلې ددغه ګوند مشر عمران خان په رسمي ډول وزیراعظم نومولی دی.

تحریک انصاف ګوند په ۲۵م جولایي پاکستان کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې په مرکز اؤ‌ خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټلي دي اؤ هڅه کوي چې د مرکز په شمول پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې هم خپل حکومتونه جوړ کړي.

د دوشنبې په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې دتحریک انصاف ګوند د پارلیماني ډلې غونډه د عمران خان په مشرۍ شوې چې پکې په یوه خوله عمران خان دخپل ګوند له لوري راتلونکی وزیراعظم نومول شوی.

تحریک انصاف دعوه کوي چې د ازادو غړو دغه ګوند کې د شاملیدو سره یې مرکز کې دغړو شمیره ۱۲۵ؤ ته رسیدلې ده خو د وزیراعظم په توګه به عمران خان ته ۱۷۴ غړي‌ رایې ورکوي چې هغې کې د تحریک انصاف ائتلافیان، ښځینه اؤ اقلیتي غړي هم شامل دي.

د تحریک انصاف ګوند ویاند فواد چوهدري وایي که چرې دبلوچستان نیشنل ګوند ملاتړ یې ترلاسه کړو نو بیا به یې دملاتړو غړو شمیر ۱۷۷ته ورسیږي چې په دغو رائیو عمران خان ښه په اسانه وزیراعظم جوړیدلی شي.

تحریک انصاف ته په خیبر پښتونخوا صوبه کې هم واضحه اکثریت ترلاسه دی اؤ پرته له ائتلاف په یوازې ځان حکومت جوړولی شي خو په پنجاب ایالت کې بیا پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند اکثریت ترلاسه کړی اؤ تحریک انصاف هڅه کوي چې دنورو ګوندونو اؤ ازادو غړو په ملاتړ خپله شمیره د مسلم لیګ نواز ګوند نه سیوا کړي اؤ په پنجاب کې هم خپل حکومت جوړ کړي.

تحریک انصاف دعوه کوي چې په پنجاب کې هم ورته د ۱۸۶ غړو ملاتړ ترلاسه دی خو مسلم لیګ نواز ګوند بیا اعلان کړی چې په پنجاب کې به هغوئ خپل حکومت جوړوي.

XS
SM
MD
LG