لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان پرکټۍ لور هم په تحريک انصاف کې شامل شوې


په عکس کې د عمران خان نه کيڼ اړخ ته مهرو حيات ده
په عکس کې د عمران خان نه کيڼ اړخ ته مهرو حيات ده

د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ايي) مشر عمران خان پرکټۍ لور (ناسکه لور) مهرو حيات هم په ياد ګوند کې شامله شوې ده.

مهرو حيات د عمران خان د درېمې ښځې بشری بي بي مشره لور ده.

ويل کيږي حيات د پاکستان مسلم ليګ ن ډلې د يو مشر او پنحاب صوبې د پخواني وزير مياعطامانيکا نږور ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دوه ښځو طلاقولو وروستو د بشریٰ سره درېم واده د روان کال فرورۍ په مياشت کې کړی ؤ.

مهرو حيات په داسې حال کې په پي ټي ايي کې شموليت کړی دی چې ياد ګوند د ۲۵م جولايۍ په عامو انتخاباتو کې بريا ترلاسه کړې ده.

مهرو حیات د خپلې مور بشری بي بي سره
مهرو حیات د خپلې مور بشری بي بي سره

د حيات مېړه حیات مانیکا هم د مسلم ليګ ن سره تړاؤ لري او هغه د ۲۵م جولايۍ په عامو انتخاباتو کې د مسلم ليګ ن ډلې په ټکټ د صوبايي اسمبلۍ د حلقې نه کانديد ؤ.

د حيات مانيکا سخر/خسر عطامانيکا ويلي د اېنګور يې په پي ټي ايي کې د شاملېدو فېصله د هغې خپله ده، او دوی ته پرې څه اعتراض نشته.

د بشري بي بي سره د واده په خت د پاکستان ځايي رسنيو بشری د عمران خان د روحاني مرشدې په نوم يادوله چې د ۴۰کلنې مانيکا تعلق د پنجاب د وټو خاندان سره تعلق دی او د خاور فريد مانيکا نومې تن چې د کسټم د محکمې چارواکی ؤ د هغه سره يې لمړی واده کړی ؤ.

عمران خان په کال ۲۰۱۵م کې ريحام خان له طلاق ورکړی ؤ، د ريحام خان او عمران واده ۱۰ مياشتې وروستو مات شوی ؤ.

له دې وړاندې عمران خان د برتانيې د جمائما سره واده کړی او هغې ته يې هم طلاق ورکړی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG