لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې بيا په ايران اقتصادي بندېزونه ولګول


امريکې په ايران بيرته هغه اقتصادي بندېزونه لګولي کوم چې د ايران سره د جوهري تړون کېدو وروستو لرې کړی شوي ؤ.

سپینې ماڼۍ ویلي امریکا بيرته په ايران هغه بندېزونه پرځای کوي کوم چې د کال ۲۰۱۵م په ۱۴م جولايۍ د يو ګډ پلان لاندې پورته کړی شوي وو.

د سپينې ماڼۍ ترمخه په ايران نوؤ لګېدونکو بندېزونو کې د ګاډو د جوړولو په صنعت، د سرو زرو او قيمتي پولادو ترڅنګ د ايران د ريال سره اړونده بندېزونه شامل دي.

سپينې ماڼۍ ویلي دا بندېزونه به د اووم اګست (نن د نهې سه شنبې د ورځې) نه عملي وي.

د امريکې سپينې ماڼۍ ويلي د جوهري پروګرام سره اړونده نور ټول بندېزونه به په پينځم نومبر ۲۰۱۸م عملي کولی شي په کومو کې چې د ايران د توانايۍ څانګه په هدف کول، په تېلو بندېزونه او د ايران د مرکزي بېنک سره د بهرنیو مالي ادارو په اړوند بندېزونه شامل دي.

د سپينې ماڼۍ ترمخه امريکا ژمنه ده چې ټول بندېزونه به عملي کوي او زیاته کړې يې ده د نورو هغو هېوادونو سره هم نزدې کار کوي کوم چې د ايران سره سوداګري کوي چې دوی هم د امريکا سره په بندېزونو کې کې ملګرتیا وکړي.

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۵م کې د ايران سره ترسره شوي جوهري تړون ته (خرابه او يو اړخيزه معاهده) ويلې وه.

صدر ټرمپ ویلي د تړون وروستو د ايران په جارحيت کې سېوا والی راغلی او د تېلو د خرڅ څه ترلاسه کېدونکې پېسې د جوهري وسلو په تيارولو، ترهګرۍ او په منځني ختيځ کې شخړو ته په لمن وهلو خرڅ کوي.

نوموړي ویلي چې ايران اوس امريکا او اتحادیانو ته يې دهړکې ورکوي، او نړيوال مالياتي نظام ته زیان اړوي او ترهګرۍ ته د وده ورکوؤنکې پټې جګړې ملاتړ کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG