لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: مخالفه ګوندونه په ټولټاکنو کې د " درغليو" پرضد احتجاجي مظاهرې کوي


پاکستان کې د زياتره مخالفه سياسي ګوندونو اتحاد (متحده اپوزیشن) تور لګوي چې په ۲۵م جولايۍ په ملک کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې درغلي شوې ده، او دوی د دغه درغلۍ پرضد نن د شورو، چهارشنبې پرضد په ګرد هېواد کې احتجاج کوي.

په ياد اتحاد کې چې پاکستان مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلزپارټي، عوامي نيشنل ګوند، نيشنل پارټي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او متحده مجلس عمل شامل دي، دوی پرون اعلان کړی ؤ چې نن په اسلام اباد کې د الېکشن کمېشن د مرکزي دفتر او په صوبو کې د دغه ادارې د دفترو مخې ته احتجاجي مظاهرې کوي.

په اسلام اباد کې د يادو ډلو مشران راټول شوي او احتجاجي مظاهره يې کړې چې پکې دوی نعرې وهلې ( جعلي الېکشن نامنظور)، (د اسټبلشمنت په سياست کې لاس وهنه او په الېکشن کمېشن کې لاس وهنه، نامنظور).

په دغه احتجاجي مظاهره کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزی، د عوامي نيشنل ګوند افراسياب خټک، د مسلم ليګ ن راجه ظفر الحق او پاکستان پيپلزپارټۍ د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني ترڅنګ نور ګڼ مشرانو او په لویه شمېره کې سياسي غړي موجود وو.

په دغه مهال د مسلم ليګ ن پروېز رشيد رسنیو سره په خبرو کې وويل، "د دغه احتجاج د لارې سياسي ګوندونه خپل فرض پوره کوي چې د پاکستان د اولس په ووټ کې چې کومه درغلي شوې ده د هغې پرضد احتجاج کوي او د دغه احتجاج د لارې به داسې فضا جوړه شي چې اخر په پاکستان کې به د پاکو او منصفانه انتخاباتو بنياد کېښودی شي".

مخالفه ګوندونه تور لګوي چې په ټولټاکنو کې د ټاکنو کمېشن، عدليې او پوځ لاس وهنه او درغلي کړې ده، خو د ټاکنو کمېشن دغه تورونه ردوي.

د جمعيت علما اسلام ف او متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمان پرون په ټويټر يو پېغام کې د دغه احتجاجي مظاهرو دپاره په ټولو سياسي ډلو غږ کړی ؤ.

هغه ويلي ؤ د پاکستان د جمهوري قوتونو په دې عمل خوشحاله دی چې د اولس په جمهوري حق کومه ډاکه اچول شوې د هغې پرضد احتجاج کوي او دوی به چاته د ډاکې اچولو اجازه ور نه کړي.

د اسلام اباد نه علاوه مخالفه ډلو د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو کې احتجاجي مظاهرې کړي او سړکونه يې بند کړي دي.

په کراچۍ او د سندهـ صوبې په نورو برخو کې هم د احتجاجي مظاهرو اعلانونه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG