لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له روس سره د خپلو پوځي سرتېرو د روزنې یو تړون لاسلیک کړی


د روس د دفاع وزارت یو پلاوی د پاکستان او روس د ګډې پوځي مشاورتي کمېټۍ په لومړۍ غونډه کې د ګډون لپاره د اګست له شپږمې نېټې پاکستان ته په سفر تللی او هلته یې په لومړي ځل له پاکستاني پوځي سره د مرستې یو تړون لاسلیک کړی دی.

دغه پلاوی چې مشري یې د روس د وفاقي حکومت د دفاع وزارت مرستیال کرنل جنرل الیکزانډر فومین کوي، د پاکستان د دفاع وزارت د سیکرټر پخواني لېفټیننټ جنرل ضمیرالحسن شاه په بلنه پاکستان ته تللی دی.

په غونډه کې تر ګډون مخکې د روسي پلاوي مشر ښاغلي فومین د شورو- چارشنبې په ورځ د پاکستان د دفاع له وزیر او سیکرټر سره په ټلیفون خبرې کړې او د دواړو هېوادونو د ګډو دفاعي اړیکو پر اوسني حالت ږغېدلي دي.

د دواړو هېوادونو دفاعي چارواکو اراده څرګنده کړې چې تر خپل منځ ګډې همکارۍ به نورې هم ټینګوي او پراخوي.

د پاکستان او روس ګډه پوځي مشاورتي کمېټۍ (جې ایم سي سي) د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي همکارۍ په برخه کې تر ټولو د لوړې کچې مرکز ګڼل کېږي. د دې کمېټۍ په پرانیستونکې غونډه کې دواړو غاړو د منځني ختیځ او افغانستان په شمول پر خپلو دوه اړخیزه او مهمو نړیوالو مسایلو خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې دواړو غاړو یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې پاکستاني پوځي سرتېرو ته د روس په وفاقي انسټیټیوټ کې روزنه ورکول کېږي.

روس په وروستیو کلونو کې له پاکستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي او د دواړو هېوادونو چارواکي د سفارتي اړیکو تر څنګ په پوځي او دفاعي برخه کې هم له یوه بل سره د همکارۍ زیاتولو لپاره وخت په وخت د یوه بل هېواد ته سفرونه هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG