لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان کمزوری حکومت به دمقتدرو قوتونو په ګټه وي،امریکايي پوهان


امریکایي څیړونکي وایي چې عمران د وړو ګوندونو اؤ ازادو غړو کوم ائتلاف جوړ کړی دی دهغې پسر جوړیدونکی حکومت به زیات کمزوری ثابت شي اؤ په سینیټ کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند دغړو ټیټه شمیره به دعمران خان دحکومت دپریکړو اؤ قانون سازۍ مخې ته خنډ وي.

څیړونکي باور لري چې دعمران خان حکومت به بهرنۍ تګلاره کې هیڅ بدلون ونکړل شي اؤ دکوم نظام په ضد چې هغه ځوانان متحرک کړي اوس پخپله عمران خان هم دهغه نظام برخه جوړه شوې چې له دې امله به ترې ځوانان په ډډه کیږي.

دغه خبرې دپاکستان په سیاست نظر لرونکو پوهانو واشنګټن ډي‌ سي کې” پاکستان له ټولټاکنو وروسته”دسرخط لاندې لاندې د یوې مباحثې په مهال کړي دي .

دامریکه غږ د اردو څانګې دخبر له مخې دهډسن انسټي‌ ټیوټ نومې تهینک ټینک لخوا راجوړه شوې دغه مباحثه کې دفلوریډا پوهنتون مرستیال پروفیسر ډاکټر محمد تقي اؤ امریکه دپاره دپاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم برخه لرله .

دجارج ټاون پوهنتون ایسوسي ایټ پروفیسر کرسټین فئیر پاکستان کې دنړیوالې مالیاتي پنګې(ایي ایم ایف)د رول یادؤنه وکړه اؤ وئ ویل په اوسنیو وختونو کې چې پاکستان دپورونو خلاصولو توان نه لري امریکا په ایي ایم ایف فشار راوړلی شي چې پاکستان ته نور پورونه ورنکړي .

هغه وویل پاکستان کې داتومي وسلو په شتون کې امریکا په دې پوهیږي چې که پاکستان یو ناکم ریاست جوړ شي نو دا به ډیرې خطرناکې پائیلې ولري نو له دې امله که په ایي ایم ایف به پاکستان ته د پورونو نه ورکولو لړ کې دامریکا فشار بیخي زیات نه وي.

هغه وویل عمران خان دپالیسي سازۍ سیاست د قامي مکالمې برخه جوړه کړه اؤ زلمي یې په ځان راټول کړل خو په کومه طریقه چې عمران خان د مقتدرو قوتونو سره سره لاس یو کړو اؤ ځان یې اقتدار ته ورسولو دا ښایي عمران خان پخپله هم دهغه نظام یوه برخه جوړه شوې ده دکوم په ضد چې یې ځوان کول تر شا ودریدلی ؤ.

مباحثه کې شریک محمد تقي خپلو خبرو کې وویل چې په کال۱۹۷۰ کې اولسي رایې د ټولټاکنو نه وروستو پټې کړل شوې وې اؤ داځل له ټولټاکنو وړاندې غلا کړل شوي دي.

هغه وویل له ټولټاکنو وړاندې د نوازشریف نااهلي،بیا زندان ته لیږل،په سیاسي خلکو یو ګوند کې دشاملیدو فشار،په میډیا قدغنونه اؤ تندروه ډلو ته ټولټاکنو کې برخه ورکول هاغه څه وؤ چې د ټولټاکنو نه وړاندې ورته درغلي ویل کیدلی شي.

ښاغلي حسین حقاني وویل په تیرو وختونو کې هم پاکستان کې دتورونو په لګولو د خپلې خوښې سیاسي نظامونه راوستل شوي دي، میډیا د مخالفو سیاستدانانو په ضد کارول شوې ده ،اصف زرداري ۱۱ کاله زندان ته واچول شو خو لګیدلي تورونه پرې ثابت نه شول.

محمد تقي وویل د ټولټاکنو لانجمنې نتیجې به عمران خان دپاره په پرله پسې ډول یو سرخوږی وي اؤ دمخالفو ګوندونو پیاوړی ائتلاف به دهغه حکومت ته زیاتې ستونزې پیدا کوي.

پروفیسر کرسټین فئر وویل دعمران خان کمزوری حکومت اؤ سینیټ کې یې دغړو ټیټه شمیره د مقتدره قوتونو په ګټه ده اؤ دپاکستان اسټیبلشمنټ ته دکال۲۰۱۳ په څیر پیاوړی وزیراعظم منظور نه دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG