لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زندان ته داچول کیدو وروسته نوازشریف په وړومبي ځل محکمې ته وړاندې کیږی


دپاکستان داحتساب محکمې دالعزیزیه اسټیل ملز اؤ فلیګ شپ سرمایه ګزارۍ په مقدمو کې دپاکستان پخوانی وزیراعظم میا نوازشریف په ۱۳م اګست(دوشنبه)داحتساب محکمې ته وربللی دی.

هیواد نه دباندې دناجائزه شتمنیو اؤ پیسو لرلو په تورونو کې زندان ته له اچول کیدلو وروسته به دا لمړی ځل وي چې پخوانی وزیراعظم نوازشریف به په دوؤ نورو مقدمو کې محکمې ته مخ شي.

داحتساب محکمې جج محمد بشیر په شپږم جولایي نوازشریف ته دلندن د فلیټونو عریضه کې د۱۰ؤ،دهغه لور مریم نواز ته د اوو اؤ زوم کیپټن صفدر ته دیو کال د بند سزا اورولې وه اؤ دغه دریواړه شخصیات اوس د پینډۍ په اډله زندان کې بندي دي.

د نوازشریف په ضد د ووؤ نورو عریضو اوریدنه نن د احتساب عدالت جج محمد ارشد کړې ده.

د اوریدنې په مهال دنیب مرستیال سرکاري وکیل سردار مظفرعباسي محکمې ته ویلي دالعزیزیه اسټيل ملز په مقدمه کې دپاناما دوسیې پلټنو دپاره د جوړې کړل شوې پلټنیزې ډلې د مشر واجد ضیاء دبیان اخستل کیدو وروسته اوس یوازې د یو ګواه بیان اخستل پاتې دي.

هغه وویل په دواړو عریضو کې د نوازشریف په ضد کاروایي روانه ده اؤ دهغه زامن حسن نواز اؤ حسین نواز محکمې ته د نه وړاندې کیدو له امله مفروران ګرځول شوي دي.

له اوریدنې وروسته داحتساب عدالت جج محمد ارشد ملک امر وکړو چې په ۱۳م اګست دبلې اوریدنې په مهال دې پخوانی وزیراعظم نوازشریف هم محکمې ته وړاندې کړل شي.

تر دې وړاندې دپاکستان لنډ مهاله حکومت پریکړه کړې وه چې د نوازشریف په ضد د نورو مقدمو اوریدنه به د زندان دننه کیږي خو په دغه پریکړه د سختو نیوکو مخې ته له راتلو وروسته حکومت خپله دغه پریکړه بیرته اخستې وه

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG