لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف:امریکا سره به مو اړیکې دافغانستان په معاملو ولاړې وي


دپاکستان ټولټاکنو کې بریالی شوی ګوند تحریک انصاف وایي د حکومت سمبالولو وروسته به یې امریکا سره اړیکې دافغانستان په معاملو تکیه ولري.

دغه ګوند دعوه کړې چې واشنګټن د تحریک انصاف اندېښنو لرې کولو ته چمتووالی ښودلی چې په هغې کې افغانستان کې په دائمي توګه دامن ټینګښت هم شامل دی.

تیره ورځ امریکایي تهنک ټینک ته داسلام اباد نه د ویډیو کانفرنس دلارې دتحریک انصاف ګوند یو مهم مشر اؤ په دپاکستان په راتلونکي حکومت کې په احتمالي توګه دخزانې وزیر ښاغلي اسد عمر وویل” زه فکرکووم سیاسي حکومتونو تل د خپلو ناکامیو پټولو دپاره دا ویلي چې امریکا ،افغانستان یا هند سره اړیکو جوړولو دهڅو له امله هغوئ د ستوتزو سره مخ شوي”

په پاکستان کې مدام څیړونکي داسې انګیرنې کوي چې ددغه هیواد بهرنۍ تګلارې طاقتور پوځ پخپل لاس کې نیولي اؤ دخلکو لخوا ټاکل شوي دولت ته اجازه نه ورکوي چې پخپل سر امریکا،افغانستان یا هند سره اړیکې پرمخ بوځي.

خو ښاغلي اسد عمر وویل “عمران خان به پخپل سوچ کار کوي، مونږ به دا نه یو چې فلانی کار مو کولو خو واک مو درلود، که عمران خان واک نه درلودو نو هغه به په کور کښیناستل غوره وګڼي”

نوموړي‌ پخپله دغه وینا کې ومنله چې دپاکستان پوځ یوه پیاوړې اداره ده اؤ‌ فعالیت یې تر سول یا ملکي ادارو پراخه کړی دی.

هغه وویل حکومت باید د پوځ‌ له دې خوبۍ ګټه پورته کړي.

د اسد عمر په وینا” دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم دخپل انتخابي کمپائن په مهال ژمنه کړې وه چې که صدر جوړ شو نو افغانستان څخه به خپل پوځونه وباسي خو د امریکا پوځي اسټبلشمنټ دغسې نه کولو ته اماده کړو”

هغه وویل د تحریک انصاف حکومت به ګاونډي هیوادونو سره غوره اړیکې ټینګوي اؤ امریکا سره به له نوؤ لارو چارو خپلو اړیکو ته وده ورکوي.

په ۲۵م جولایي ټولټاکنو کې د ګټې ترلاسه کولو نه وروسته پخپله وینا کې دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم ویلي وؤ چې هغه افغانستان سره دښو اړیکو پلوي دی اؤ‌ غواړي چې دغه هیواد سره خپلې پولې لکه داروپايي هیوادونو د پولو پرانستې وساتي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG