لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا صوبې د نوې اسمبلۍ غونډه د اګست په ۱۳مه را وبلل شوه


د پښتونخوا صوبې ګورنر اقبال ظفر جګړه د صوبایي اسمبلۍ د نویو کاندیدانو لومړنۍ غونډه د اګست په ۱۳مه د ګل- دوشنبې په ورځ د سهار په لس بجې را بللې ده.

د پښتونخوا د اسمبلۍ سیکرټري نصرالله خان وي.او.اې ته وویل، چې په دې لومړنۍ غونډه کې به له نویو کامیابه شویو کاندیدانو څخه سوګند اخیستل کېږي، له هغه وروسته به د سپیکر او مرستیال سپیکر د څوکیو لپاره د کاندیدۍ کاغذونه جمع کېږي او په بله ورځ به یې د دغو دواړو څوکیو لپاره پټ ووټ اچول کېږي.

نصرالله خان وایي د سپیکر او مرستیال سپیکر تر ټاکل کېدو وروسته به د پارلمان د مشر یعنې د وزیراعلی د څوکۍ لپاره د ټاکل کېدو اعلان کېږي، خو وایي د وزیراعلی ټاکنه به په ښکاره کېږي او د اسمبلۍ هر غړی به د لاس په اوچتولو رایه ورکوي.

د ۲۵ جولای په انتخاباتو کې تحریک انصاف ګوند په پښتونخوا صوبه کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي او تمه څرګندېږي چې دغه ګوند به د وزیراعلی، سپیکر او مرستیال سپیکر پر څوکیو باندې خپل کسان له کوم اختلاف او خنډ پرته انتخاب کړي.

تحریک انصاف ګوند د وزیراعلی لپاره له سواته صوبایي اسمبلۍ ته کامیاب شوی خپل یو غړی محمود خان نومولی دی، خو د سپیکر او مرستیال سپیکر د څوکیو لپاره یې تر اوسه لا څوک نه دي ټاکلي.

د پښتونخوا په اسمبلۍ کې به د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند، عوامي نېشنل ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند او د پاکستان پیپلز ګوند غړي په اپوزیشن کې وي او دغو ګوندونو لا د وزیراعلی، سپیکر او مرستیال سپیکر د ټاکلو په اړه خپله تګلاره نه ده اعلان کړې.

د پاکستان د نورو درو صوبو پنجاب، سیند او بلوچستان د صوبایي اسمبلیو غونډې لا تر اوسه نه دي را بلل شوې ځکه چې په دغو صوبو کې بریالي شوي ګوندونه لا هم د حکومت جوړولو په هڅو بوخت دي او یوې حتمي نتیجې ته نه دي رسېدلي.

کسی کو نامزد نہیں کیا۔ صوبائی اسمبلی میں جمعیت علمائے اسلام(ف)، عوامی نیشنل پارٹی، پاکستان مسلم لیگ(ن) اور پاکستان پیپلز پارٹی کے اراکین متحدہ حزب اختلاف کا حصہ ہوںگے۔

حزب اختلاف نے ابھی تک اسمبلی اجلاس میں وزیر اعلیٰ، اسپیکر اور ڈپٹی اسپیکر کے انتخاب سے متعلق اپنی حکمت عملی کا اعلان نہیں کیا۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG