لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:هیڅوک باید له قانون څخه پورته عمل ونه کړي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي هیڅوک باید له قانون څخه پورته عمل ونه کړي، هیڅ دولتي لوړ پوړی کارمند حق نه لري چې اقتصادي ګټې ولري او د ملي شورا هیڅ غړی حق نه لري چې کمپنۍ ولري، نو دوی دې مداخله نه کوي.

هغه وایي افغانستان کې به پخوا په هر قرارداد کې فساد، بې قانوني او بي غوره موجوده وه، خو نن اکثریت قراردادونه لږې ستونزې لري.

نوموړي دغه خبرې تیره ورځ دقاطع اصلاحات، د شفافیت بنسټي کولترنامه لاندې د ملي تدارکاتو کنفرانس ته خپله وینا کې کړي دي.

اشرف غني وویل وویل، د ملي تدارکاتو اداره په یوې بشپړې مسلکي ادارې بدله شوې ده چې یوازې شفافیت او تعهد ورته مهم دی او هیڅ کار په کې د سلیقې په اساس نه کېږي

ولسمشر په ټینګار سره وویل چې شفافیت زموږ ملي ژمنه او ملي اړتیا ده او زیاته یې کړه، موږ د اقتصادي سقوط څخه درې سلنې ودې ته رسېدلي یو او دا د بېوزلۍ دوام دی، افغانستان باید ۹سلنې اقتصادي ودې ته ورسېږي چې دا له اغیزناکې پانګونې پرته امکان نه لري.

ښاغلي غني وویل، لویې طرحې له عملي مدیریت پرته نتیجه نه ورکوي د حکومت رهبري ځکه خپل وخت په تدارکاتو لګولی دی چې د ملت او دولت ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.

په دې کنفرانس کې د تېرو درې نیمو کلونو په اوږدو کې د عامه تدارکاتو په برخه کې په لاسته راوړنو،په اداره کې تشکیلاتي تغییرات، د کانونو په قراردادونو کې اسانتیاوې،د پنځوس میلیارد افغانیو حدودو کې په سپما، د تدارکاتو په حقوقي او اقتصادي بنسټ، د تدارکاتو مسلکي کول او د بشري منابعو پر ظرفیت لوړولو، بحث او خبرې وشوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG