لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د صوابۍ اسد قیصر د قامي اسمبلۍ سپیکر ونومول شو


اسد قیصر

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې د تحریک انصاف ګوند مهم مشر شاه محمود قریشي ویلي د تحریک انصاف مشران د اوږدې مشورې وروسته په دې صلاح شوي دي چې اسد قیصر به دقامي اسمبلۍ راتلونکی سپیکر وي.

د اسد قیصر تعلق د خیبر پښتونخوا له صوابۍ سیمې سره دی او هغه وایي دا لمړی ځل دی چې دپاکستان تاریخ کې صوابۍ ته یوه لویه څوکۍ ورکړل شوې.

اسد قیصر ویلي دسپیکر د څوکۍ په ترلاسه کولو به هڅه وکړي چې د ټولټاکنو په مهال یې دصوابۍ د خلکو سره کومې ژمنې کړي هغه سرته ورسوي.

مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي اسد قیصر پینځه کاله د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر پاتې شوی او هغه د پارلیماني ادابو او روایاتو څخه په ښه ډول خبر دی.

هغه ویلي د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د سپیکر په توګه ښاغلي اسد قیصر د مخالفو ګوندونو سره غوره اړیکې لرلې وې او هڅه یې کوله چې هغوی ګام په ګام ځان سره ملګري وساتي ځکه نو تجربې او رویې ته په کتلو سره یې د قامي اسمبلۍ د سپیکر په توګه هم د هغه په نوم صلاح راغلې ده.

تحریک انصاف ګوند په ۲۵م جولایي پاکستان کې ترسره شوو ټولټاکنو کې په مرکز او خیبر پښتونخوا صوبه کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي دي اؤ پریکړه یې کړې ده چې دغه ګوند به دمرکز په ګډون پښتونخوا او پنجاب صوبو کې هم خپل حکومتونه جوړوي.

د قامي اسمبلۍ د راتلونکي سپیکر په توګه د اسد قیصر د نوم اعلانولو سره سم په سوشل میډیا د اسد قیصر پلویانو، د سوابۍ اوسیدونکو او زیاترو پښتنو دتحریک انصاف په دغه پریکړه خوښي‌ ښکاره کړې او دا یې د پښتونخوا صوبې دپاره یو ګټور ګام بللی دی.

ښاغلي اسد قیصر هم په فیس بک خپره شوې خپله یوه لنډه ویډيو کې دتحریک انصاف دمشر عمران خان او د ګوند دنورو مشرانو مننه کړې او هوډ‌ یې کړی چې د انتخابي کمپائن په مهال یې د سوابۍ خلکو سره کومې ژمنې کړي هغه به ترسره کوي.

هغه ویلي دا لمړی ځل دی چې صوابۍ ته د پاکستان تر ټولو ستره څوکۍ ورکړل شوې او په دې هغه دالله شکر ادا کوي

XS
SM
MD
LG