لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي سنېټران وایي ای ایم ایف دې د چین پوروړیو هېوادونو ته پیسې نه ورکوي


د امریکې د دوو ګوندونو د یوې ګډې ډلې ۱۶ سنېټرانو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر انتظامیه ټینګار کړی، چې د پیسو نړیواله اداره (ای ایم ایف) دې د هغو هېوادونو له پورونو پرې کولو را وګرځوي، چې د خپلو بنیادي پرمختیایي چارو لپاره یې له چین څخه اخیستي دي.

امریکایي سنېټران دعوه کوي چې چین د قرضې په کارولو سره هڅه کوي چې د پوروړیو او مجبوره هېوادونو پالیسۍ تر خپل واک لاندې راولي. دغو شپاړسو امریکایي سنېټرانو ښاغلي پمپیو او ښاغلي منوچین ته په لېږلي لیک کې لیکلي:

"موږ [د ولسمشر ټرمپ کابینې ته] په لیک کې د هغو هېوادونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندوو چې له چین څخه یې د خپلو پرمختیایي چارو لپاره پیسې اخیستې دي او اوس د پیسو له نړیوالې ادارې (ای ایم ایف) څخه هم د پیسو غوښتنه کوي".

د ریپبلکن او ډیموکرېټ ګوندونو سنېټرانو د امریکې له حکومته په داسې وخت کې دا غوښتنه کړې، چې د بهرنیو چارو وزیر یې مایک پمپیو پخپله هم تېره اوونۍ له سي این بي سي ټیلیویژن سره په مرکه کې وویل، ای ایم ایف دې پاکستان د چین د پورونو د پرې کولو لپاره پیسې نه ورکوي.

د دغو سنېټرانو له خوا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د خزانې وزیر سټیو منوچین ته په لیکل شوي لیک کې د پاکستان، سریلنکا او افریقایي هېواد جبوټي نومونه ذکر شوي، چې وایي له چین څخه یې په اربونو ډالره پور اخیستی دی خو د بیرته ورکولو توان یې نه لري.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې چین د یوه پټۍ- یو سړک یا د ورېښمو لار د منصوبې له ۸ کربه ډالرو څخه خپلو دوستو هېوادونو ته پورونه ورکوي او مقصد یې له نړیوالو تجارتي لارو سره د هغوی تړل دي، خو وایي امریکایي سنېټران له دې سره متفق نه دي.

پاکستان چې په وروستیو کلونو کې له اقتصادي بحران سره مخ دی، د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، په دې هېواد کې نوی جوړېدونکی حکومت به له یو لړ اقتصادي چېلنجونو سره مخامخ وي او کېدای شي د پیسو له نړیوالې ادارې پور وغواړي، خو امریکه وایي ای ایف ته به اجازه ور نه کړي چې د چین د پورونو د پرې کولو لپاره پاکستان ته د امریکې ډالر ورکړي.

ای ایم ایف یا د پیسو نړیوال سندوخ د پور ورکولو نړیواله اداره ده او امریکه پکې ۱۶۴ اربه ډالره ونډه لري چې دا د نورو هېوادونو په نسبت تر ټولو زیاته برخه ده.

د ای ایم ایف اداره په ۲۰۱۶م کال کې سریلنکا ته د دې لپاره د ۱.۵ اربه ډالره ورکولو ته تیاره شوه، چې له چین څخه اخیستی پور په پرې کړي.

په وروستیو کې ځینو بهرنیو رسنیو دا دعوه هم وکړه چې کېدای شي پاکستان ډېر ژر د خپلې بهرنۍ تبادلې په برخه کې د زیاتېدونکې خسارې د را کمېدو لپاره د پیسو له نړیوالې ادارې ۱۲ اربه ډالره وغواړي.

خو رسنیو دعوه وکړه چې کېدای شي پاکستان دغه پیسې د هغه پور د پرې کولو لپاره ولګوي، چې د چین- پاکستان اقتصادي لارې د منصوبې لپاره یې له چین څخه اخیستې دي، خو پاکستان دغه دعوې رد کړې او وایي داسې هیڅ اراده نه لري چې د ای ایم ایف په پیسو خپل پور پرې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG