لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روان کال تر پائ به دافغان پولې په حساسو سیمو ازغن تار لګول شوی وي،پاک پوځ


دپاکستان پوځ ویلي د روان کال تر پائ به دافغانستان سره دلګیدلې زیاتره غیرخوندي پولې په حساسو سیمو کې په یو اړخیز ډول د ازغن تار لګولو کار سرته ورسول شي چې له امله به یې د پولې دواړو غاړو ته دترهګرو د اوښتو را اوښتو مخه ونیول شي.

دتیر یو کال راهسې دپاکستان دپوځ له لوري افغانستان سره په غځیدلې ۲۶۱۱ کلو میټره اوږده لویدیځه پوله د ازغن تار لګولو کار روان دی اؤ ددې ترڅنګ پوځ په دغه پوله نوې پوستې اؤ‌ پوځي قلعه ګانې هم جوړوي.

دپاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور وائس اف امریکه ته ویلي د روان کال د دسمبر میاشتې پورې به په حساسو سیمو ازغن تار لګیدلی وي اؤ په نوره پوله به دتار لګولو عمل د راتلونکي کال تر پائ سرته رسؤل کیږي.

پوځي ویاند ویلي ۳۱۰ کلو میټره اوږده سرحدي سیمه کې به دواړو اږخونو ته ازغنه جالۍ لګول کیږي چې ددې دواړو ترمینځ به دوه میټره واټن موجود وي .

میجرجنرال اصف غفور ویلي چې په دغو نوؤ جوړیدونکو تاسیساتو به د ملیشې ني عسکر ودرؤل کیږي خو هغه په ډاګه نه کړه چې ددغو نوؤ بهرتي کیدونکو عسکرو شمیره به څومره وي.

افغانستان دپاکستان له لوري په ګډه پوله دغځیدونکي ازغن تار د پروسې سره مخالفت څرګند کړی اؤ دریځ یې خپل کړی چې په دغه اوږده پوله زیاتې داسې سیمې شته چې دهغې د ملکیت جنجال تر اوسه نه دی هوار شوی .

افغان چارواکو په وار وار ویلي دي چې پاکستان دا پروسه په یو اړخیز ډول پیل کړې ده اؤ دفرصت په موندلو سره به افغانستان په پوله جوړیدونکي تاسیسات له مینځه وړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG