لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان:دچینایي مامورینو په بس ځانمرګي برید کې شپږ کسان ژوبل شوي


دبلوچستان ایالت د چاغي ضلعې دالبندین ښار کې د سیندک پروژې دچیني کارمندانو په بس ځانمرګي برید کې د دریوؤ چینايي وګړو په ګډون شپږ کسان ژوبل شوي دي.

دکوئټې کمشنر ښاغلي هاشم غلجي خبریالانو ته ویلي چې دخالي په ورځ‌ دسیندک پروژې مامورین په یو بس کې د دالبندین هوايي اډې ته وړل کیدل چې په لاره کې په دغه بس ځانمرګي برید وشو.

کمشنر منلې چې په برید کې درې بهرني وګړي اؤ درې د ملیشې عسکر ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي د ځانمرګي برید په مهال په دغه بس کې ۱۳ کسان سواره وؤ خو ځان وژونکي د بس څخه په فاصله ځان الوځولی ځکه نو زیات نقصان یې نه دی کړی.

په پېښه کې ژوبل کسان شیخ زید روغتون ته رسول شوي چې دغلته یې حالت له خطرې بهر ښودل کیږي.

تر اوسه ددې برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

سیندک دغرونو څخه د معدنیاتو ترلاسه کولو یوه پروژه ده چې چینايي کمپني یې واک په لاس کې لري اؤ ددغې پروژې پر وړاندې سیمه کې زیات مخالفتونه لیدل کیږي.

بلوڅ ملت پالان تور لګوي چې ددغه پروژې په اساس دغرونو څخه سره زر، سپین زر، کاپر اؤ نور معدنیات ویستل کیږي خو ګټه یې بلوچستان ته نه ورکړل کیږي

XS
SM
MD
LG