لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پارليمان په ۳۴۲ غړو کې د پي ټي ايي سره ۱۵۸ چوکۍ پوره شوي


د پاکستان د ټاکنو کمېشن په قامي او صوبايي اسمبليانو کې د ښځو او لږکيو ځانګړې چوکۍ اعلان کړی دي، د کوم سره چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) ګوند سره په قامي اسمبلۍ کې ۱۵۸ غړي برابر شوي دي.

په قامي اسمبلۍ کې ۶۰چوکۍ د ښځو او ۱۰ د لږکيو دي.

په قامي اسمبلۍ کې د ښځو په ۶۰ چوکو کې ۲۸ پي ټي ايي ته، ۱۶مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلزپارټۍ ته نهه او متحده مجلس عمل ته دوه چوکۍ ترلاسه شوي دي.

دغه ډول د لږکيو په چوکو کې پي ټي ايي ته پينځه، مسلم ليګ ن او پيپلزپارټۍ ته دوه دوه چوکۍ ترلاسه شوي دي.

له دې سره په قامي اسمبلۍ کې د پي ټي ايي د غړو شمېر ۱۵۸ ته رسېدلی دی، مسلم ليګ ن ۸۲، پيپلزپارټي ۵۳ چوکۍ لري، دغه ګوندونه په قامي اسمبلۍ کې د چوکو په حساب په اول، دوېم او نمبر دي.

د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د پي ټي ايي سره د ښځو د ۲۲ او لږکيو د درېو چوکو په شاملېدو ۸۴ غړي پوره شوي دي، متحده مجلس عمل د ۱۳ چوکو سره په دوېم نمبر او عوامي نيشنل ګوند سره ټولې نهه چوکۍ پوره شوي دي.

دغه ډول پنجاب صوبه کې د ښځو د ۳۳ او لږکيو د ۴ چوکو سره پي ټي ايي سره ۱۷۹ او مسلم ليګ ن سره د ښځو د ۳۰ او لږکيو د څلورو چوکو سره ۱۸۴ چوکۍ پوره شوي دي.

سندهـ کې پيپلزپارټۍ سره ۹۷ چوکۍ دي چې پکې ۱۷ د ښځو او پينځه د لږکيو دي، او تحريک انصاف سره ښځو د پينځه او لږکيو د دوه چوکو سره ټولې ۳۰ چوکۍ پوره شوي دي. اېم کيو اېم د ټولو ۲۱ چوکو سره په در ېم نمبر ده.

بلوچستان کې د بلوچستان عوامي ګوند سره ۲۰ چوکۍ دي چې پکې څلور د ښځو او يوه د لږکيو ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG