لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بابړې د پېښې په ياد کې غونډې کيږي


په ۱۲م اګست ۱۹۴۸م کې د چارسدې په بابړه کې د ۶۰۰ نه زياتو پښتنو په يو ځای د وژنې پرضد او د دغه پېښې په ياد کې نن په بابړه او صوابۍ کې غونډې کيږي.

د یادې ورځې په مناسبت عوامي نيشنل ګوند په غازي ګل بابا جومات باړه کې غونډه راجوړه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ هم په صوابۍ کې اولسي غونډه کوي او د ننۍ غونډې دپاره د اعلان په وخت د غورځنګ مشر منظور پشتين ويلي ؤ، د پښتنو د عدالت پرته وژنو پېل په ۱۲م اګست ۱۹۴۸ د بابړې نه شوی ؤ، ځکه په دغه ورځ غونډه جوړوي.

هغه ويلي ؤ، "د اګست په جلسه کې به په ځانګړي ډول د عدالت پرته وژنو(ماورای عدالت وژنو) خبره کيږي ځکه چې په ۱۲م اګست ۱۹۴۸ باندې د پښتنو د عدالت پرته وژنې پېل شوې او په دغه ورځ د پښتنو قتل عام شوی ؤ".

دا چې په ۱۲م اګست ۱۹۴۸م کې په بابړه څه شوي وو، په اړه يې نوميالي ليکوال نورالبشر نويد يو ځای ليکلي،

"په ۱۲ اګست ۱۹۴۸ د پاکستان له خپلواکۍ یو کال وروستو په بابړه چارسده کې د قیوم خان حکومت په خدایي خدمتګارو ډزې وکړې".

نوموړی وايي "نن هم د ۶۰۰ پښتنو شهیدانو په نوم بابړه د پښتنو د کربلا په نوم یاديږی. قیوم خان د خداېي خدمتګارو په جلسه بابړه باندې د ډزو کولو حکم کړی و".

"په سوونو پښتانه شهیدان او په زرګونو ژوبل شوي وو. له کورونو تور سرو قرآن شریفونه راپورته کړي وو او د ډز بندۍ منتونه یی په قرآن غوښتي وو خو په بابړه کې د قرآن د شهادت خبرې هم شته".

په ټولنیزو رسنيو د بابړې ورځ خلکو په دې ډول ياده کړې ده.

اعجاز اسلم په ټويټر ليکلي،

" (د هغه وخت) وزیراعلی عبدالقيوم خان ۱۴۴ماده په ځای کړې وه، هغه خلک خوش قسمته ؤ چې د پوليسو سره وسله يا ګولۍ ختمې شوې کنه يو تن به هم د دوی نه ژوند نه ؤ پاتې شوی".

پلوشه عباس ليکلي،

"تر دې چې ښځو او ماشومانو په بابړه کې قرانونه په لاسونو کې پورته کړي وو خوځواکونو دوی هم پرې نه ښودل او وې وژل".

يحيٰ عادل په ټويټر ليکلي،

ډېری کسانو بابړه د پښتنو د کربلا په نوم ياده کړې ده.

XS
SM
MD
LG