لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: د پوځ او ملېشې ځواک د ګاډو په ټکر کې شپږ سرتيري وژل شوي


د خېبرپښتونخوا جنوبي سيمه ډېره اسماعيل خان کې د پوځ او ملېشې د ګاډو د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه شپږ سرتيري وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان د پوليسو په وېنا دغه پېښه نن د اتوار، يکشنبې په سهار د سور ډګر په علاقه کې رامنځته شوې ده.

د دره بند پوليس تاڼې چارواکو د ډیوه خبريال عدنان بېټني سره په خبرو کې پخلی کړی چې پېښه کې د ملېشې شپږ سرتيري مړه او د ۳۰ پورې نور ژوبل شوي دي.

پولیس ويلي د ملېشې سرتيري چې د روزنې وروستو بيرته د کوټې نه پېنډۍ ته روان وو او د دره بند په علاقه کې يې ګاډي د پوځ د ګزمې د ګاډي سره په ټکر شوی دی.

د ځايي چارواکو په وېنا د پېښې وروستو پوځي سرتيري علاقې ته رسېدلي، مړي او ژوبل یې د ډېره اسماعيل خان پوځي روغتون ته منتقل کړي دي.

د روغتون د سرچينو ترمخه په ژوبلو سرتېرو کې د ځينو روغتيايي حالت مرګونی ښودل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG