د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې د دوه کورنيو ترمنځ په نښته کې د دوه ښځو په شمول شپږ کسان په ډزو وژل شوي دي.
د چارسدې د پوليسو په وېنا دغه پېښه نن د اتوار، يکشنبې په سهار د رځړو په علاقه کې رامنځته شوې ده.
د رځړو پوليس تاڼې چارواکو ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې په علاقه کې پرون د خالي، شنبې په مازيګر د دوه کورنيو ترمنځ د بجلۍ د تار په سر جګړه شوې وه.
پوليسو ويلي نن سهار بيا يو فريق په بل پسې کور ته ورغلی او ډزې يې پرې کړي چې په نتيجه کې يې دوه ښځې او څلور سړي وژل شوي دي.
د پوليسو په وېنا په ډزو کې دوه تنه ژوبل شوي هم دي او هغه د درملنې دپاره پېښور ته منتقل کړی شوي دي.
په چارسده کې وخت په وخت په شخصي دښمنو کې د وژنو پېښې رامنځته کيږي.
په کال ۲۰۱۵م کې د يوې کورنۍ لس تنه په يو ځای په ډزو وژل شوي وو.
دغه پېښه په تنګي تحصيل کې رامنځته شوې او يو تن د خپل تره په کورنۍ ډزې کړې پينځه ښځې او پينځه سړي يې په يو ځای وژلي وو.