لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن: چاؤدنه کې يو تن وژل شوی، لس ژوبل


د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې د اېف سي ځواک په ګاډي باندې بمي چاؤدنه کې يو تن وژل شوی او لس نور ژوبل شوي دي.

د قلعه عبدالله ضلعې د مرکز چمن پوليسو پخلی کړی چې د چمن په مال روډ باندې د اېف سي ګاډی روان ؤ، او په دغه مهال پرې په موټر سائيکل کې اېښودی شوي چاؤدېدونکي مواد ډزول شوي دي.

د سيمې نه د وي او ای ډیوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي، پوليسو په پېښه کې د يو تن د وژنې پخلی کړی او ويلي يې په ژوبلو کې د دوه اېف سي سرتيرو ترڅنګ يو ماشوم هم شامل دي.

ژوبل کسان د چمن سېول روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د چاؤدنې له امله په سړک ولاړو څو ګاډو او دوکانونو ته هم زيان اوختی دی.

چارواکو ويلي د پېښې وروستو يې علاقه په ګېره کې اخيستې او پلټنې يې پېل کړي دي.

په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.

د افغانستان سره په پوله پرته ياده علاقه کې تېره مياشت هم د امنیتي ځواکونو په ګاډي چاؤدنه کې څلور تنه ژوبل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG