لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام: چاؤدنه کې ۴۲ تنه وژل شوي


د شام په شمالي برخه کې د ترکي پولې ته نزدې د ياغيانو د ولقې لاندې ادليب ښار کې په يوه چاؤدنه کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۴۲ تنه وژل شوي دي.

په شام کې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي د چاؤدنې وروستو ګڼ شمېر کسان بې درکه دي او د وژنو د شمېرې زياتېدو ويره څرګنده کړی شوې ده.

ادارې ويلي دغه ودانۍ چې چاؤدنه پرې شوې په دې کې د جګړو نه کډه شوي خلک پاتې کېدل.

ويل شوي چې د دغه ودانۍ لاندينۍ د ځمکې دننه خانه کې د وسلې ذخيره وه او چاؤدنه هلته شوې او ودانۍ يې کښېنولې وه.

د شام حکومت په ادليب کې د عملياتو دپاره دغه صوبې پله نور ځواکونه ورلېږلي دي.

حکومت پلوه الوطن ورځپاڼې د اتوار په ورځ ويلي پوځي ځواکونه د ادليب څنګ ته رسېدلي تر څو په صوبه کې په غټه کچه عمليات پېل کړی.

تېره اوونۍ حکومتي هيلي کاپټر په ختيځ ادليب کې خلکو ته داسې پرچيانې غورځولې وې چې پکې ورته ويل شوي وو تسليم شي.

په عېن حال کې په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو مشر جان ايګلېنډ غږ کړی چې په سيمه کې د عامو خلکو د وينې توېدو څخه ډډه وکړي.

په شام کې په کال ۲۰۱۱م کې د کورنيو جګړو پېل کېدو وروستو تراوسه پور درې نيم لاکه کسان وژل شوي او او په ملينونو بې کوره شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG