لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني غزني ته د نورو سرتېرو لېږلو امرکړی، جګړه په څلورمه ورځ هم روانه ده


د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي، د غزني د چارواکو سره د ليدو وروستو يې ياد ولايت ته د نورو ځواکونو لېږلو پرېکړه کړې ده.

په غزني کې د جمعې په سهار وسله والو طالبانو بريد کړی، او له هغې وروستو په ولايت کې د د دولت مخالفه وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

افغان ولسمشر اشرف غني په ټويټر ليکلی،

" د دښمن د يرغل پر وړاندې مې د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستايلې او د دغه معلوماتو په رڼا کې مې غزني ولايت ته د لازياتو حمایوي ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړه چې ډېر ژر به دغه ولايت ته ورسېږي".

نوموړي ويلي د غزني د امنیه قومندانۍ او ملي امنيت د رئيس سره د ليدو وروستو یې دغه پرېکړه کړې ده.

د افغان رسنیو ترمخه په غزني کې په روانه جګړه کې دواړو غاړو ته په لويه کچه مرګ ژوبله اوختې ده، خو چارواکو په خپله په رسمي ډول دغه شمېرې نه دي ښودلي.

افغان ملي اردو او هلته امريکايي ځواکونو د اتوار، يکشنبې په ورځ ویلي د افغانستان ملي اردو په نره د دښمن په وړاندې مبارزه کوي.

دوی ویلي سيمه د حکومت په لاس کې ده او عمليات يې دوام لري.

بل لور ته طالبانو ادعا کړې د غزني ځينې برخې يې نيولي دي.

افغانستان پوځ ویلي چې په غزني ښار کې چې کومه جګړه روانه ده، د هغې تر شا د پاکستان د استخباراتو (ايي ایس ايي) لاس دی.

د افغانستان د پوځ مشر جنرال محمد شریف یفتلي د اتوارـ یکشنبې په ورځ وویل چې د غزني په جګړه کې د لشکر طیبه کسان وژل شوي او دې جګړې کې ٢١ـ٢٠ ترهګرې ډلې د افغان حکومتي ځواکونو په مقابل کې جنګیږي.

پاکستان تراوسه پورې د افغانستان د پوځ دغه بيان ته کوم غبرګون نه دی ويلی.

XS
SM
MD
LG