لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل: د ټاکنو د کمېشن د دفتر مخې ته ځانمرګی بريد شوی


کابل کې د ټاکنو د خپواک کمېشن د دفتر مخې په شوي ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي.

د رويټرز ترمخه ځانمرګي په داسې حال کې په ځان پورې تړلو چاؤدېدونکو موادو ته چاؤدنه ورکړې چې د ټاکنود کمېشن د دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره روانه وه.

چارواکو په بريد کې د يو تن د وژنې پخلی کړی دی.

دکابل امنیې قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي، د برید ګر هدف د کمیسیون ترڅنګ د ولسي وګړو لګول شوې د پرلت خیمه وه خو د پولیسو لخوا له پيژندنې سره سم یې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه .

د کابل په پل څرخي سيمه کې د هغه کانديد پلويانو احتجاجي مظاهره کوله څوک چې د يوې ناقانونه وسله والې ډلې سره د تړاؤ په سر نااهله کړی شوی دی.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG