لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ازادۍ دپاره تر ټولو زياتې قربانۍ پښتنو ورکړي خو د ښې ورځې خاوندان نه شو، افراسياب


پښتانه پوهاند وايي "د پاکستان نه وړاندې د ازادۍ دپاره او بيا په پاکستان کې پښتانه يواځينی قوم دی چې په حقيقي معنو کې يې د انګرېز د استعمار پرضد قربانۍ ورکړي دي، او په مودو مودو جېلونه يې تېر کړي دي خو د بده مرغه د ازادۍ نه وروستو هم پښتانه د ښې ورځې خاوندان نه شو".

پوهاند او سياستمدار افراسياب خټک وايي، پښتانه په ځانګړي ډول د پاکستان د جوړېدو سره سم د مشکلاتو سره مخ شوي ؤ لکه "د پاکستان او هند وېش چې وشو په هغه وخت پښتانه په داسې حالت کې ګېر شو چې د ازادۍ دپاره مبارزه کوونکو مشرانو باندې يې تورونه ولګېده چې دوی د نوي ملک جوړېدو خلاف دي".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل په دې سيمه کې د استعمارونو ترمنځ غټې لوبې شوي دي چې يو طرف ته روس او بل طرفته د برتانيې سلطنت ؤ په هغې کې د پښتانه وجود ټوټې شوی دی، "اوس که وکتل شي په پاکستان کې د ازادۍ نه ۷۱ کله پس هم قبايلي او نيمې قبايلي سیمې، د هغو پته نه لګي چې بنيادي حقونه ورته رسېدلي که نه دي رسېدلي".

هغه زیاته کړه درېمه دا چې د تېرو ۴۰ کالو راهسې د پښتنو په خاوره يو داسې جنګ روان دی چې دوی نه دی پېل کړی خو په دوی ورتپل شوی دی خو اوس هم د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته په زرګونو خلک ژوند د لاسه ورکوي او په حقيقت کې د پښتنو حالت لا ډېر ښه نه دی.

افراسياب خټک وايي "د ۱۹۴۶ پورې چې په پنجاب کې د ازادۍ هيڅ تحريک نه ؤ او چې باچا خان او خدای خدمتګار چې د ازادۍ دپاره په جېلونو کې وخت ؤ، دغلته يونينسټ نومې پارټۍ چې د جاګيردارو وه ويل به يې انګرېزان ښه دي خود هغې باوجود که نن وکتل شي پنجاب کې ابادي، سوکالي تعليم او ترقي موجوده ده".

هغه وايي که د نورو سره پرتله کړی شي نو پښتنو ته د نورو ازادو خلکو په رنګ د ازادۍ ثمرات تراوسه نه دي رسېدلي.

پوهاند ډاکټرفضل رحيم مروت هم وايي چې د پاکستان او هند د وېش او انګرېز نه د ازادۍ د وخت راهسې پښتنو او نورو هغو چا چې قربانۍ ورکړي وې هغه جېلونو ته واچول شو.

نوموړی وايي د پاکستان جوړېدو نه وړاندې د پښتنو سره ساتل شوی سلوک لکه د پښتنو وجود ماتېدل او دغه ډول نورې امتيازي رويې ورسره وروستو هم په ځای وساتل شوې او په قبايلي سيمو کې هغه د اېف سي ار قانون تراوسه پورې په ځای ؤ.

هغه وويل "د وخت تېرېدو سره ځينې څيزونه راغلي دي خو د قوميتونو سره روان سلوک نه بدلېدو لکه په پاکستان کې دا سوچ جوړ شوی ؤ چې يوه پارټي، يو مذهب، يو ګوند به وي، پراخول کېدو نا او د غربي پاکستان رول بيا پنجاب شورو کړو او دا بيا د خلکو په ذهن کې سوالونه راپورته کوي ".

هغه وويل "دا خبره لا په خپل ځای ده چې پښتانه سياسي شعور لري که نه لري، او که څوک يې لري هغه خو چا په بدل نوم ونه کارول يا استحصال خو يې ونه شو".

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په اشارې سره وويل چې "دا د ځوانانو پاڅون دی او دا د افغانستان د جنګ اثرات دي لکه لاس وهنه او نورې خبرې او ډېر څيزونه ترې راوتي دي کورنۍ جګړې پېل شوي، سماج ترې اغېزمن شوی دی، او که په غټ چوکاټ کې ورته وکتل شي نو ډېرې خرابۍ لا په ځای دي".

مروت وويل اوس دې پاڅون ته د خلکو نظر دی او پښتانه هغه که قام پرست دي او که مذهبي دي هغه د پارلیمان نه بهر کړی شو، دا اوس بيله اليمه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG