لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ايي ای په الوتکه کې د پاکستان د بېرغ سره په ګډا لانجه جوړه شوې


د پاکستان د قامي هوايي شرکت (پي ايي ای) په الوتکه کې د يوې بهرنۍ جينۍ د پاکستاني بېرغ سره په ګډا لانجه جوړه شوې ده او د بېرغ سره ګډا ته د بېرغ سپکاوی ويل شوي دي.

د پي ايي ای په الوتکه کې يوې بهرنۍ سېلګرې چې پي ايي ای په خپل ټویټر د ايوا زو په نوم ورپېژندلې او ويلي يې دي چې هغه د پولېنډ/ برتانيې سره تعلق لري او هغه په نړۍ کې ګرځي، خو اوس په پاکستان کې ده او د ازادۍ ورځ به دلته نمانځي.

د هغې عکس د پي ايي الوتکې سره خپور کړی شوی دی.

وروستو د ايوا يوه ويډيو خپره شوې چې پکې هغې شين قميص او سپين پرتوګ اغوستی او شاته يې په ځان پورې د پاکستان بېرغ تړلی دی او ګډا کوي.

په ټولنيزو رسنيو د دغه ويډيو خپرېدو وروستو ځايي ميډيا ویلي د احتساب د قامي ادارې مشر پخواني قاضي جاوېد اقبال د پي ايي ای د مشر (سي اي او) نه سپيناوی غوښتی چې هغه خپل واک په ناجايزه توګه کارولی او ويلي يې دي چې يوه بهرنۍ جينۍ چې د پاکستاني بېرغ سپکاوي کوي رن وی او الوتکې ته څنګه رسېدلې ده؟.

نوموړي د دغه سپکاوي د زمه وارو ټولو چارواکو پرضد د کارروايۍ امر کړی دی.

په ټولنيزو رسنیو دغې ویډيو ته ځينو خلکو ښه او ځينو پرې سختې نيوکې کړي دي.

راپورونه وايي د پي ايي ای لخوا ويل شوي چې دغه ويډيو سره د شرکت څه تعلق نشته د پي ايي ای په فېس بک پاڼه خپره کړه شوې او بيا لرې کړې شوې ده.

وروستو ايوا په يو ويډيوي پېغام کې ويلي چې هغې د کراچۍ سفر کولو او په هغه مهال ورته د ويډيو جوړولو وېل شوي ؤ هغې ويلي که د بېرغ سره په ویډيو که څوک خفه شوي وي هغه ترې بخښنه غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG