لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي او امریکې په لوی اختر افغانستان کې په اوربند خبرې کړي


امریکا او سعودي عرب په راتلونکي لوی اختر کې د طالبانو او افغان دولت تر منځ په اوربند او افغانستان کې دسولې اؤ امن په ټېنګښت خبرې کړي اؤ د اوربند څخه یې ملاتړ اعلان کړی دی.

دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي یو لنډ بیان کې ویل شوي چې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي مایک پومپیو پرون د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ټیلي فوني تماس نیولی اؤ ورسره یې د افغانستان د روان وضعیت اؤ د سولې په روانو هڅو خبرې اترې کړي.

سعودي عرب په دې وروستیو کې افغانستان کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي اؤ تیره میاشت ددغه هیواد په جده ښار کې دنړۍ د وتلو دیني عالمانو یو کانفرنس هم د سعودي دحکومت په کوربه توب راجوړ شوی ؤ چې پکې په ټولو اړونده اړخونو افغانستان کې د روانو جګړو د پائ ته رسؤلو غږ شوی ؤ .

طالبانو د سعودي کانفرنس غوښتنې رد کړې وې اؤ دغه کانفرنس یې دامریکا په فرمائش راجوړ شوی بللی ؤ.

دسعودي عرب اؤ امریکا دچارواکو ترمینځ افغانستان کې د راتلونکي لویې اختر په مهال د اوربند په تازه خبرو تر دې مهاله طالبانو خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د تیر وړوکي اختر په هم افغان دولت طالبانو سره د پنځلس ورځني اوربند اعلان کړی خو طالبانو یوازې درې ورځې اوربند کړی ؤ اؤ داځل بیا افغان دولتي چارواکي هیله ښایي چې طالبان به په لویې اختر کې هم اوربند ته اماده شي خو طالبان د اوربند په غوښتنو غلي پاتې دي.

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پوپیو دطالبانو په مرسته تورن دافغانستان ګاونډي هیواد پاکستان سره دخپل هیواد داړیکو پیاوړي کولو هوډ کړی اؤ ویلي یې دي چې امریکا به د سیمې دسولې ،‌ثبات اؤ‌ پرمختیا اؤ د ګډو اهدافو ترلاسه کولو دپاره د پاکستان دولت سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکوي.

د پاکستان دازادۍ د ورځې په اړوند خپل یو بیان کې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ویلي دتیرو اویاؤ کالو راهسې د امریکا اؤ پاکستان اړیکې د دواړو هیوادونو د اولسونو ترمینځ په جوختو رابطو ولاړې دي

XS
SM
MD
LG