لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغلان:دطالبانو بریدونو کې۴۴ امنیتي سرتیري وژل شوي


دافغانستان په بغلان ولایت کې طالبانو دملي اردو اؤ پولیسو په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پکې لږ ترلږه ۴۴ عسکر وژل شوي دي.

خبري اژانس پژواک دچهارشنبې په ورځ د بغلان د امنیتي چارواکي ذبیح الله غورځنګ له خولې ویلي دغه بریدونه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علاؤ‌ الدین خیلو سیمه کې شوي چې پکې اته سیمه ییز پولیس اؤ۳۶ دملي اردو سرتیري وژل شوي.

نوموړی ویلي په سیمه کې دطالبانو اؤ امنیتي سرتیرو ترمینځ جګړې دوه ساعته دوام کړی خو اوس پایې ته رسیدلې ده.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پخپل یو بیان کې ددغه نښتو پخلی کړی اؤ‌ ویلي یې دي چې نښتو کې ۳۱ دملي اردو عسکر اؤ‌ سیمه ییز پولیس وژل شوي.

طالب ویاند ویلي چې ددغو بریدونو په مهال طالبانو د افغان پوځ څخه وسلې اؤ ټانکونه هم ترلاسه کړي دي.

په دې وروستیو کې طالبانو دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ضد دخپلو بریدونو ساحه پراخه کړې اؤ په دغو بریدونو کې تر دې مهاله د سوؤنو افغان پوځیانو اؤ پولیسو د وژنې اؤ ژوبل کیدو اطلاعات مخې ته راغلي دي.

افغان امنیتي چارواکي هم دعوې کوي چې په تازه جنګونو کې یې طالبانو ته د سر ومال درانه زیانونه ور اړولي دي.

دافغان امنیتي سرتیرو اؤ طالبانو ترمینځ نښتو کې داشدت په داسې حال کې مخې ته راغلی چې افغان چارواکي هڅه کوي د راتلونکي لویې اختر په مهال طالبان اوربند ته اماده کړي خو طالبانو لا د اوربند کولو په اړوند څه نه دي ویلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG