لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسدقېصر د قامي او مشتاق غني د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اسپيکر وټاکل شو


د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ايي) ګوند اسدقېصر د قامي اسمبلۍ او د دغه ګوند مشتاق غني د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ وټاکل شو.

مخکني اسپيکر اياز صادق د سپيکر د ټاکنې دپاره د اچول شوؤ رايو اعلان وکړو، او وې ویل د سپيکر د ټاکنې دپاره ۳۳۰ رايې کارول شوي چې پکې اته رد شوي دي.

هغه وويل اسدقېصر ۱۷۶ ووټونه اخيستي او کامياب شوی دی، د اسدقېصر په مقابله کې د مخالفه ګوندونو شريک کانديد د (پاکستان پيپلزپارټۍ) خورشيد شاه ۱۴۶ ووټونه اخيستي دي.

د اسدقېصر نه د سوګند اخستو په مهال د مسلم ليګ ن ګوند غړو اسپيکر په وړاندې احتجاج وکړو نعرې يې وهلې، جعلي ووټ نامنظور...

نن د شورو، چهارشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ سپيکر ټاکنه هم وشوه او د پي ټي ايي مشتاق غني اسپيکر ټاکل شوی دی.

مشتاق غني ۸۱ ووټونه او د هغه په مقابله کې د عوامي نيشنل ګوند لايق شاه ۲۷ ووټونه اخيستي دي.

پاکستان کې د جولايۍ په ۲۵ ترسره شوؤ عامو انتخاباتو کې پاکستان تحريک انصاف ګوند تر ټولو زياتې چوکۍ ګټلي دي.

د ګل په ورځ منتخب شوؤ غړو سوګند پورته کړی، او په هغه مهال د قامي اسمبلۍ د سپيکر او نوي وزيراعظم دپاره د ټاکنې نېټې اعلان شوې وې.

ويل شوي ؤ په ۱۷م اګست به د وزیراعظم ټاکنه کيږي او په ۱۸م اګست به ترې صدر سوګند اخلي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند عمران خان د وزیراعظم دپاره نومولی او د مخالفه ګوندونو اتحاد د مسلم ليګ ن ګوند مشر شهبازشريف نومولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG