لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: په روزنيز مرکز بريد د وسله والو په وژنه پای ته رسېدلی


افغان چارواکو ويلي نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ پلازمينه کابل کې دافغانستان د ملي امنيت په روزنيز مرکز وسله وال بريد د څلورو ترهګرو په وژنه پای ته رسېدلی دی.

د کابل د پوليسو وياند حشمت الله ستانکزي خبريالانو ته ويلي ؤ وسله والو د قلعه وزير په سیمه کې د ملي امنيت په روزنيز مرکز برید کړی دی.

د کورنيو چارو وزارت ويلي په بريد کې اول يو ځانمرګي بريد کړی او د هغې وروستو د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه نښتې وه.

د وزارت په وېنا درې نور بریدګر بيا په نښته کې وژل شوي دي.

د چارواکو په وېنا په بريد کې درې امنیتي سرتيري ژوبل شوی او نور زيان پکې نه دی اوختی.

د ځايي رسنیو د راپورونو ترمخه بريدګر په يو موټر کې راغلي او يوه ودانۍ چې د رغونې په حال کې ده هلته ننوتي وو.

راپورونه وايي د بريد زمه واري لا چا نه ده منلې.

له دې برید یوه ورځ وړاندې هم کابل کې په یو ښوونیز مرکز ځانمرګي برید شوی ؤ چې تر ۳۴کسان پکې وژل شوي اؤ د۵۰ نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

دکابل ښاریان لا د تیرې ورځې دځان مرګي برید په ماتم بوخت وؤ چې وسله والو ترهګرو نن په سیمه کې په یو بل نظامي مرکز ډله ییز برید وکړو.

په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو اؤ چاودنو لړۍ په داسې حال کې نوره هم چټک شوې چې افغان چارواکي وایي هڅه کوي په راتلونکي لویې اختر طالبان اوربند ته اماده کړي.

نړیوال خبري اژانس رویټرز د چهارشنبې په ورځ د طالب مشرانو له خولې لیکلي وؤ چې هغوي د لویې اختر په مهال د اوربند په اړوند خپلو کې په مشورو بوخت دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG