لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات محمودخان دخیبر پښتونخوا وزیراعلی وټاکل شو


محمود خان
محمود خان

د وزیراعلی ټاکلو دپاره دخیبر پښتونخوا دصوبایي اسمبلۍ غونډه د زیارت په ورځ اسپیکر مشتاق غني په مشرۍ شوې چې پکې دپاکستان تحریک انصاف ګوند ښاغلي محمود خان ۷۷ اؤ دمخالفو ډلو میا نثارګل ۳۷ رایې ترلاسه کړي دي.

دصوبې په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې سوات څخه کوم ولسي سیاسي شخصیت د وزیراعلی کرسۍ ته رسیدلی دی.

محمودخان د خېبرپښتونخوا د پي ټي ايي په تېر حکومت کې وزیر و او مختلف وزراتونه یې په لاس کې و چې پکې ثقافت، سیاحت، اثار قدیمه، اوبه خور او د قبایلي چارو وزارتونه شامل وو.

محمود خان د سوات د مټې دی او په کال ١٩٧٢ کې د ډاکټر محمد خان په کور کې زېږېدلی دی.

لمړۍ زده کړې یې په سوات کې کړي او په زراعت کې یې د اېم اېس سي ډگري د پېښور پوهنتون نه ترلاسه کړې ده.

محمود خان په مختلفو مدونو کې د خدماتو ترسره کولو ورسته په کال ٢٠٠٠ کې سیاست پېل کړی ؤ.

په کال ٢٠٠٥ کې یې د خپلې سیمې د ناظم انتخابات وګټل. او بیا په کال ٢٠١٣ کې د خپلې حلقې نه یې د پي ټي ايي په ټکټ د صوبايي اسمبلۍ چوکۍ ګټلې وه.

په ۲۵م جولایي پاکستان کې ترسره شوؤ عامو ټاکنو کې هغه یو وارې بیا د خپلې سیمې څخه د صوبایي اسمبلۍ ووټونه وګټل اؤ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو هغه ته د وزیراعلی د منصب سپارلو پریکړه کړې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG