لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل په کابل کې د زده کوونکو وژنې جنګي جرم بللی


د بخښنې نړیوالې ټولنې (اېمنسټي انټرنيشنل) ويلي، " په ارادې سره د عامو خلکو په نخښه کول او ښوونيز مرکزونه په هدف کول جنګي جرم دی".

کابل کې د شورو، چهارشنبې په ورځ د شيعه ګانو په ښوونيز مرکز ځانمرګي بريد ته په غبرګون کې د بخښنې د نړيوالې ټولنې د اسيا استازې سميرا حامدي ويلي، په دغه بريد کې چې ۳۴ کسان وژل شوي او ۵۶ ژوبل شوي وو، دا جنګي جرم دی.

هغې ويلي، زده کوونکو د پوهنتون د امتحان دپاره تيارۍ کولې چې ځانمرګي پرې بريد وکړو، او ښکاري چې دغه بريد د فرقه ييزه کرکې له امله شوی چې پکې شيعه لږکۍ په هدف شوې ده.

د ټېررمانيټر ټويټر اکاؤنټ ترمخه داعش په کابل کې په ښوونيز مرکز د بريد زمه واري منلې ده.

ټولنې ويلي، د ملکي وګړو وژنې ښايي چې په دې کې شک نه دی پاتې چې افغانستان او په ځانګړي ډول کابل خوندي نه دي.

د اېمنسټي ترمخه د کال ۲۰۱۸ په لومړو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې د تشدد پېښې ريکارډ کچې ته رسېدلې دي، او خلک د جګړو نه تښتي د زرګونو په شمېره کې ملکي وګړي ګاونډي او يورپي هېوادونو ته په سختو لارو روان دي تښتي.

ټولنې ویلي دغه خلک بيرته ستنولی شي چې دا د نړیوال قانون سرغړونه ده.

اېمنسټي انټرنېشنل ويلي د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې ۱۶۹۲ تنه وژل شوي دي.

ټولنې ويلي دغه شمېره په تېره يوه لسيزه کې چې دا شمېرې راټولې کړی شوي دا شمېره پکې تر ټولو سېوا ده.

ويل شوي د روان کال په شپږو مياشتو کې ۳۴۳۰ ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG