لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنقیب مسید پلار د راؤ انوار د ضمانت په ضد بیا محکمې ته تللی دی


کراچۍ کې دپولیسو په لاس د وژل شوي نقیب مسید پلار د راؤ انوار د ضمانت په ضد یو ځل بیا دعدالت دروازه ټکولې اؤ دریځ یې خپل کړی چې دمحکمې لخوا راؤ انوار ته په ضمانت ورکولو کې د هغه دریځ هډو اوریدل شوی نه دی ځکه د راؤ انوار ضمانت دې منسوخ کړل شي.

دملیر دپولیسو په پخواني مشر یا ایس ایس پي تور دی چې نقیب مسید اؤ‌ دهغه سره نیول شوي نور درې تنان یې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نیټه په کراچۍ کې دپولیسو یوه جعلي مقابله کې وژلي وؤ.

وروسته پولیسو راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې نور پولیس نیولي وؤ خو په ۱۰م جولایي دکراچۍ دترهګرۍ دمخنیوي محکمې د راؤ انوار په ضمانت دخوشې کیدلو امر کړی ؤ.

د نقیب مسید پلار ملک خان محمد د راؤ انوار د ضمانت په ضد بیا محکمې ته خواست کړی چې راؤ انوار ته ورکړل شوی ضمانت باید منسوخ کړل شي.

دفیصل صدیقي نومې قانوندان په لاس محکمې ته ورکړل شوي دغه خواست کې د نقیب مسید پلار دریځ خپل کړی چې کله محکمې راؤ‌ انوار ته ضمانت ورکولو نو دهغه (دنقیب دپلار) دریځ هډو اوریدل شوی نه دی اؤ په یو اړخیز ډول دهغه د ضمانت خواست منل شوی دی.

په دغه خواست کې غوښتنه شوې چې راؤ انوار دې بیا دسره ونیول شي اؤ دهغه څخه دې د نقیب مسید د وژنې په اړوند صفاسوتره پلټنې وکړل شي.

د راؤ انوار د نیول کیدو نه وروسته چې د نقیب مسید د وژنې پلټنو دپاره د سترې محکمې په امر کومه ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړل شوې وه هغې هم پخپلو پلټنو کې راؤ انوار قصور وار ګرځولی ؤ خو محکمې دکراچۍ د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې دهغه ضمانتونه منلي دي.

XS
SM
MD
LG