لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېرقانونه پېسو د مخنيوي په کاري پلان کې نيمګرتياوې لري


پاکستان ته د ترهګرۍ د مالي مرستو د څار نړیوالې ډلې (فاينانشل اېکشن ټاکس فورس، اېف ای ټي اېف) د اسيا څانګې شپږ کسيزه ډلې سفر کړی او ويلي يې دي پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو په غېرقانونه توګه د لېږلو په نظام کې نيمګړتياوې لري.

ډان ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي د اېف ای ټي اېف پلاوي په پاکستان کې د ګټو نه کوونکو او خېراتي ادارو ترڅنګ د ګټور ملکيت او د ترهګرۍ ضد مالي مرستو لېږلو په لړ کې مشکوک راپورونه شتون لري، او پلاوی به په پېرس کې دغه رپوټ اېف ای ټي اېف ته وړاندې کوي.

د پاکستان دولت يا د اېف ای ټي اېف د اسيا څانګې په رسمي ډول په دغه اړوند کوم بيان نه دی جاري کړی.

د رپوټ ترمخه چارواکو ويلي په خېراتي او غېرګټه کوونکو ادارو د پېسو لېږلو رالېږلو په عمل کې جدي نيمګرتياوې شتون لري چې په اسانۍ سره په غېرقانونه توګه وکاريږي دغه ډول ګټه کوونکي ملکيت او د بې نامي ملکيت عمل هم په پراخه کچه موجود دی.

په رپوټ کې ويل شوي چې د پاکستان د مالي څارنې اداره، د ترهګرۍ ضد قامي اداره نېکټا او د صوبو په کچ ادارې لکه پوليس او ورسره نورې ادارې په غېرقانونه توګه د پېسو او ترهګرۍ د مالي مرستو په لړ کې ډېرې روزنې او تيارۍ ته اړتيا لري، تر څو پاکستان د اېف ای ټي اېف سره په کړو لسو نکاتو پوره وخېژي.

پاکستاني چارواکو د اېف ای ټي اېف پلاوي ته ويلي چې دوی په دغه اړوند ځينې ګامونه پورته کړي دي. ويل شوي ياد پلاوی به د ستمبر په مياشت کې د پاکستان د اقداماتو بيا جاج اخلي چې د نوي جوړېدونکي حکومت سره يو بااثره خبرې وکړي او له هغې وروستو به په اکتوبر کې بيا د پاکستان سفر کوي.

پلاوي د پاکستان چارواکو ته ويلي بايد خپلې ټولې ادارې پياوړې کړي چې د کاري پلان په لړ کې د کوټلو ګامونه جوګه وي.

د ستمبر په میاشت کې به پاکستان اېف ای ټي اېف ته په لسو نکاتو خپل کاري پلان وړاندې کوي چې د ترهګرۍ د مالي مرستو د پېسو لېږلو رالېږلو او غېر قانونه پېسو د انتقال کولو په لړ کې يې ګامونه اخيستی تر څو د خړ فهرست نه ووځي.

خو که پاکستان په دغسې کولو کې پاتې راځي نو دغه هېواد به بيا په تور فهرست کې واچول شي.

څيړونکي وايي که پاکستان په تور فهرست کې شامليږي نو نه يواځې په معاشي توګه به خراب شي بلکې په نړيواله کچه د پاکستان مخ بد ښکاره کېدی شي.

امریکې د فرورۍ په میاشت کې په غېر قانونه توګه د پېسو لېږلو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف ته وړانديز کړی ؤ چې پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.

پاکستان د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې هم د ترهګرو د مالي سرچینو د نه تړلو په تور د څار په نړیوال خړ فهرست کې شامل شوی ؤ.

اېف ای ټي اېف د ۳۷ غړو هېوادونو سازمان چې په کال ۱۹۸۹ کې جوړ شوی دی دا اداره په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو او ترهګرۍ سره اړونده مالي مرستو د مخنيوي او نړيوال مالياتي نظام ته د ورپېښو خطرو څخه بچ کولو څارنه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG