په پاکستان کې د نوي وزیراعظم د ټاکلو دپاره نن رایې ورکړل کیږي چې پکې به دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند دمشر شهباز شریف ترمینځ مقابله کیږي.
په۲۵م جولایي پاکستان کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې تحریک انصاف ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي اؤ په دوهم قطار کې ورپسې مسلم لیګ نواز ګوند ولاړ دی.
دا مهال په مرکز کې دعمران خان تحریک انصاف ګوند خپلې ۱۵۲ کرسۍ لري خو ددې ترڅنګ وته د د۲۲ؤ ائتلافي غړو ملاتړ هم ترلاسه دی.
د وزیراعظمۍ منصب ته یوازې دوه کاندیدان عمران خان اؤ شهباز شریف ولاړ دي.
مسلم لیګ نواز ګوند ته دا مهال په مرکزي اسمبلۍ کې د۹۷ غړو ملاتړ حاصل دی چې په دې کې یې ۸۱ غړي خپل اؤ ۱۶ ائتلافیان دي.
پاکستان پیپلز پارټي هم په مرکز کې ۵۴ څوکۍ په لاس کې لري خو دغه ګوند پریکړه کړې ده چې د وزیراعظم په منصب به هیڅ یو کاندید ته رایې نه ورکوي اؤ بې پلوه به پاتې کیږي.
دپاکستان قامي اسمبلي ۳۴۲ څوکۍ لري اؤ د وزیراعظم جوړیدو ته دپاره یو کاندید ته اړینه وي چې د ۱۷۲ غړو ملاتړ په لاس کې ولري خو دا مهال داسمبلۍ دغړو شمیره ۳۳۰ ده نو له دې امله د وزیراعظم جوړیدو دپاره هم د ۱۶۶غړو ملاتړ ته اړتیا ده.