لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دفاریاب دشېرین تګاب ولسوال ووژل شو


په ولسي جرګې کې دفاریاب ولایت دخلکو استازی حاجي محمد هاشم ویلي چې دشېرین تګاب ولسوال معلم سراج تیره ورځ دطالبانو لخوا دنیول شوي کمین په ترڅ کې له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.

دجمعې په ورځ‌ وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې "وسله والو طالبانو د دولت اباد او اندخوی ترمنځ په عمومي غځیدلې لار کمین نیولی او ولسوال له شېرین تګاب ولسوالۍ څخه دکور په طرف روان ؤ چې مخالفینو له موټره ښکته کړی اودخپلو دوو ساتونکو سره یې وژلی دی"

وسله والوطالبانو تردې دمه دیادې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

فاریاب دافغانستان یو له هاغو ناامنه ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو ددغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې دملي اردو او سرحدي پولیسو د چینايي په نامه په پوځي مرکز برید کړی و چې له امله یې لسګونو افغان امنیتي سرتیرو او طالبانو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه.

د ولسي جرګې غړي ویلي،تیره ورځ دفاریاب ولایت دالمرغ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو دافغان امنیتي سرتیرو په دریو امنیتي پوستو بریدونه کړې ،امنیتي پوستې طالبانو نیولي اومرګ ژوبله هم دواړو خواو ته اوښتې خو په اړه یې کره شمیر نه دی معلوم.

XS
SM
MD
LG