لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:جنرال باجوه صیب د غزني د ترهګرو درملنه ستا روغتونونو کې ولې روانه ده؟


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د غزني جګړه کې طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ په اړوند د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه څخه سپیناوی غوښتی اؤ پوښتنه یې کړې ده چې که ترهګر د پاکستان څخه غزني ته نه وؤ اوښتي نو ولې ددغو ژوبلو ترهګرو درملنه د پاکستان روغتونونو کې روانه ده؟

ولسمشر اشرف غني نن د جمعې په ورځ غزني ولایت ته سفر کړی اؤ دغلته یې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او د مدني ټولنې د غړو سره خبرې اترې کړي دي.

د لوړې کچې دیوې غونډې پر مهال ولسمشر اشرف غني په هاغو راپورونو هم غږیدلی چې پکې دعوه شوې چې په طالبانو د پاکستان په ملاتړ په غزني باندې بریدونه کړي دي.

اشرف غني په دغه مهال دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه نه طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ په هکله سپیناوی غوښتی اؤ ویلي یې دي “جنرال صیب باجوه تا خو راسره ژمنه کړې وه چې له انتخاباتو وروسته به زمونږ ګیلو ته پام وکړې، اوس ځواب راکړه چې غزني ته دا ترهګر له کومې راغلل اؤ ولې یې ستا په روغتونونو کې درملنه رونه ده؟”

له دې وړاندې هم څو کرته اشرف غني په پاکستان تورونه لګولي چې ترهګر یې پخپل موټي کې نیولي اؤ په افغانستان یې نا اعلانه جګړه تپلې ده خو پاکستان هر وار دافغانستان دا رقم تورونه رد کړي دي.

دتیرې جمعې په شپه طالبانو په غزني ولایت له څو اړخونو ډله یېز بریدونه کړي وؤ چې پکې دامنیتي ځواکونو، ملکي وګړو اؤ طالبانو په ګډون له ۳۰۰ پورته کسان وژل شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي وؤ.

وروستو په ټولنیزو رسنیو داسې ويډيوګانې اؤ عکسونه مخې ته راغلل چې پکې لیدل کیږي په غزني کې وژل شوي اؤ‌ ژوندي نیول شوي زیاتره وسله وال پاکستانیان دي اؤ دپاکستان پنجاب ایالت نه غزني ته اوښتي وؤ.

افغان استخباراتي چارواکو هم دغزني دپېښې سازش کې دپاکستان استخباراتي شبکه ایي ایس ایي ککړه بللې ده.

په ټولنیزو رسنیو داسې دعوې مخې ته راغلي دي چې د غزني په جګړو کې د وژل شوؤ د ۱۰۰ نه زيات مړي يا جسدونه پاکستان ته راوړل شوي دي خو تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل خبریالانو سره دخبرو په مهال دغزني جګړه کې طالبانو سره دپاکستان دملاتړ تورونه رد کړي اؤ ویلي یې وؤ چې دوي داسې هيڅ ثبوت نه دی ترلاسه کړی چې د غزني نه پاکستان ته مړي راوړل شوي

دپاکستان حکومت یا پوځ لا د اشراف غني د تازه څرکندونو په هکله خپل غبرګون نه دی ښودلی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG