لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د پاکستان وزيراعظم وټاکل شو


د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) مشر عمران خان د پاکستان ۲۲م وزيراعظم وټاکل شو.

د عمران خان په مقابله کې د مخالفه ګوندونو د اتحاد کانديد شهبازشريف د وزيراعظمۍ د چوکۍ کانديد ؤ.

خو عمران خان د وزيراعظمۍ د چوکۍ دپاره ۱۷۶ رايې واخيستې او کامياب شو، شهبازشریف ۹۶ ووټونه واخستل.

د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسدقېصر چې کله د عمران خان د وزيراعظم جوړېدو اعلان کولو په دغه مهال د مسلم ليګ ن ګوند غړو په اسمبلۍ کې د نامنظور نعرې وهلې، او ورسره یې دا نعره هم وهله چې وزيراعظم نوازشريف.

پي ټي ايي ګوند د ۲۵م جولايۍ په عامو انتخاباتو کې تر ټولو زياتې چوکۍ ګټلې وې.

بل لور ته د پي ټي ايي ضد د مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند، متحده مجلس عمل او عوامي نيشنل ګوند په ګډه اتحاد جوړ شوی ؤ.

د عمران خان نه به سبا د خالي، شنبې په ورځ صدر ممنون حسېن د وزيراعظمۍ څوګند اخلي.

په حزب اختلاف کې خپل اختلاف

د مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلزګوند په ګډه اتحاد هم د اختلاف ښکار شوی او پيپلزګوند د وزيراعظم په انتخاباتو کې برخه نه ده اخيستې.

ويل شوي پيپلز ګوند د شهباز شریف په ځای د بل تن د وزيراعظمۍ چوکۍ ته ودرلو ويلي ؤ ځکه چې پيپلز ګوند وايي شهباز شريف د پيپلز ګوند په مشرتابه پسې سپکې وېناګانې کړي دي.

راپورونه وايي د مخالفه ګوندونو د اتحاد مولانا فضل الرحمان د پيپلزګوند مشر اصف زرداري سره ليدلي چې شهبازشریف ته ووټ ورکړي خو زرداري يې نه ؤ اماده کړی.

بل لور جماعت اسلامي چې په قامي اسمبلۍ کې يوه چوکۍ لري دغه ګوند هم د وزيراعظم په ټاکنه کې د رايې اچولو نه انکار کړی ؤ.

د پي ټي ايي سره په قامي اسمبلۍ کې خپلې ۱۵۱ چوکۍ دي خو متحده قامي مومنټ د اووه چوکو، بلوچستان عوامي ګوند د پينځه چوکو، بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) د څلورو چوکو، پاکستان مسلم ليګ ق د درېو چوکو، ګرېنډ ډېموکرېټک الائنس د درېو، جموري وطن پارټۍ او عوامي مسلم ليګ ورسره د يوې يوې چوکۍ سره اتحاد کړی ؤ.

پي ټي ايي ویلي څلورو ازادو کانديدانو ورله هم ووټ ورکړی دی.

له دې وړاندې د شورو په ورځ د پي ټي ايي اسدقېصر هم ۱۷۶ رايې اخيستې او د قامي اسمبلۍ سپيکر ټاکل شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG