لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلمان ته د محسن داوړ لومړنۍ وینا : د جرنېلانو او ججانو احتساب دې هم وشي


د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړي او د پاکستان د قومي اسمبلۍ ځوان غړي محسن داوړ نن په قومي اسمبلۍ کې په خپله لومړنۍ وینا کې د پاکستاني پوځ د احتساب غوښتنه وکړه، چې د ده په وینا په قبایلي سیمو کې یې د ضرب عضب عملیاتو په مهال د خلکو کورونه وران کړي دي.

محسن داوړ وویل: "د احتساب خبرې دې صرف تر پارلمانه پورې ونه ساتل شي کوم چې یو روایت پاتې شوی دی، د دې ځای نه بهر د مقدس ګڼل کېدونکو ججانو او جرنېلانو احتساب دې هم وشي".

د پارلمان په ودانۍ کې په لومړي ځل د پښتون ژغورنې غورځنګ مفکورې او غوښتنو ته پام وګرځول شو او پر دغو موضوعاتو د دې تحریک فعال غړي د جلسو غوندې په پارلمان کې هم ښه په ډاډه زړه سپینې او نېغې خبرې وکړې.

محسن داوړ وویل د پاکستان پر عدالتي نظام نیوکه وکړه او ویې ویل دا عجیبه قانون دی چې په یوه هېواد کې دي د ۴۴۴ انسانانو په وژنه تورن کس راو انوار په شاهانه انداز عدالت ته وړل کېږي خو د خپلې خاورې او ولس لپاره د انصاف غوښتونکی حیات پرېغل په جېل کې پروت دی.

ښاغلي داوړ په خپله لومړنۍ وینا کې د جبري بې درکه خلکو پر موضوع هم خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې دوی دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي.

داوړ زیاته کړه چې دوی تر هغه د مبارکۍ مستحق نه دي چې تر څو له قبایلي سیمو بې کوره شویو خلکو ته خپل حقونه نه ورکړل شوي او د دوی ویجاړ شوي کورونه بیرته نه وي رغول شوي.

په خپله وینا کې محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې د خپلې حلقې د خلکو مننه وکړه چې پر ریاستي فشار او خراب امنیت باوجود هم له خپلو کورونو انتخابي مرکزونو ته لاړل او ده ته یې ووټونه ورکړل.

د ښاغلي محسن د وینا په مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ بل فعال غړی او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر هم د هغه شاته ناست وو. ​محسن داوړ غوښتل چې پر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي او له سپیکر څخه یې د وخت غوښتنه وکړه خو هغه ورته د نورو خبرو لپاره وخت ور نه کړ.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG