لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال باجوه:افغانستان دې خپل کور ته پام وکړي،پاکستان پکې ترهګري نه کوي


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه دافغان ولسمشر اشرف غني لخوا په پاکستان دغزني جګړه کې دلاس لرنې لګول شوي تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي پاکستان دافغانستان دننه دترهګرۍ هیڅ یوه پېښه کې لاس نه لري.

دجمعې په ورځ افغان ولسمشر اشرف غني غزني ولایت ته دسفر په مهال د جنرال باجوه نه جواب غوښتی ؤ چې د غزني جګړه کې د ژوبل ترهګرو درملنه دپاکستان روغتونونو کې ولې روانه ده؟

دپاکستان دپوځ سرلښکر د اشرف غني په دغه بیان خپل غبرګون کې ویلي “افغانستان ته پکار ده چې دخپل هیواد دننه موجودو ستونزو ته پام وګرځوي”

د روانې میاشتې په ۱۰مه نیټه په زرګونو طالبانو دافغانستان په غزني ولایت له څلور خواؤ ډله ییز بریدونه کړي وؤ چې پکې دامنیتي ځواکونو، ملکي وګړو اؤ طالبانو په ګډون له ۳۰۰ پورته کسان وژل شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي وؤ.

دپینځوؤ ورځو ددغه سختې جګړې نه وروسته دغزني نه طالبان په تېښته وتلي خو افغان ولسمشر اشرف غني تیره ورځ غزني ته دسفر په مهال پاکستان غزني کې د طالبانو په مرسته تورن کړی ؤ‌ اؤ‌ ویلي یې وؤ‌ “جنرال باجوه صیب تا خو راسره لاسلیک کړی ، په کراتو کراتو دې راته په ټیلیفون ویلي چې کله پاکستان کې انتخابات خلاص شي‌، دې ستونزې ته به پام وګرځوې، اوس راته ووایه چې غزني ته ترهګر له کومې راغلي وؤ اؤ‌ ددغو ترهګرو درملنه ستا روغتونونو کې ولې روانه ده؟”

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې دپوځ دسرلښکر لخوا خپور کړل شوي یو تازه بیان کې ویلي” افغانستان کې ګڼ شمیر پاکستانیان دخپلو افغان روڼو سره په ګډه واړه ،روزګارونه اؤ نوکرۍ کوي،زیاتره مهال دغه پاکستانیان هم دترهګرۍ پېښو کې په نخښه کیږي،خو دغه اغیزمن خلک ترهګر بلل مناسب نه دي”

پوځ زیاته کړې چې دپاکستاني طالبانو دتحریک اړونده بیلا بیلې حلقې هم خپل مړي یا هاغه ټپیان پاکستان ته دعلاج دپاره راوړي چې افغانستان کې یې دپیژندګلۍ خطره وي اؤ‌ په دغو چارو کې افغان کډوال اؤ دهغوئ خپلوان هم شامل وي.

پوځ له دې خبرې انکار کړی چې ګنې د غزني جګړې ته دپاکستان نه ترهګر ورغلي وؤ خو په غزني د بریدونو په مهال په ټولنیزو رسنیو داسې ويډيوګانې اؤ عکسونه مخې ته راغلي چې پکې لیدل کیږي په غزني کې وژل شوي اؤ‌ ژوندي نیول شوي زیاتره وسله وال پاکستانیان دي اؤ دپاکستان پنجاب ایالت نه غزني ته اوښتي وؤ.

په ټولنیزو رسنیو داسې دعوې هم مخې ته راغلي دي چې د غزني په جګړو کې د وژل شوؤ د ۱۰۰ نه زيات مړي يا جسدونه پاکستان ته راوړل شوي دي خو اوړمه ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل خبریالانو سره دخبرو په مهال دغزني جګړه کې طالبانو سره دپاکستان دملاتړ تورونه رد کړي اؤ ویلي یې وؤ چې دوي داسې هيڅ ثبوت نه دی ترلاسه کړی چې د غزني نه پاکستان ته مړي راوړل شوي.

XS
SM
MD
LG