لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جام کمال د بلوچستان ایالت نوی وزیراعلی غوره کړل شو


دبلوچستان د نوي وزیراعلی د ټاکنې دپاره د بلوچستان اسمبلۍ غونډه نن دخالي په ورځ د اسپیکر عبدالقدوس په مشرۍ وشوه چې پکې داسمبلۍ ۳۹غړو دبلوچستان عوامي ګوند جام کمال ته ۳۹ رایې ورکړې اؤ هغه یې دصوبې نوی وزیراعلی وټاکلو.

دجام کمال په مقابله کې د مذهبې ګوندونو دائتلاف متحده مجلس عمل اؤ‌ بلوچستان نیشنل ګوند مینګل ډلې ګډ کاندید یونس زهري ۲۰ رایې ترلاسه کړي دي.

د صوبې نوي وزیراعلي تر ټاکل کیدو له مخې هوډ کړی چې دهاغو مرورو بلوڅ وسله والو تنظیمونو سره به دائین لاندې خبرې وکړي چې دپاکستان خپلواکۍ اؤ سرلوړۍ ته غاړه ږدي خو دهغه چا سره به خبرې نه کوي چې دپاکستان سلامتۍ ته دزیان رسولو هڅې کوي.

ښاغلی جام کمال به د بلوچستان صوبې ۱۵م وزیراعلی وي اؤ تر دې وړاندې دهغه پلار جام یوسف اؤ نیکه جام غلام قادر هم ددغه صوبې اعلی وزیران پاتې شوي.

په۲۵م جولایي پاکستان کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې د بلوچستان ایالت دننه یو ګوند هم واضحه اکثریت نه ؤ ترلاسه کړی اؤ درې ستر ګوندونه د پارلیماني ډلو په شکل مخې ته راغلي وؤ.

د وزیراعلي ټاکل کیدلو نه وړاندې جام کمال خان میډیا ته ویلي وؤ چې هغه د مرکز څخه دبلوچستان حقونو ترلاسه کولو اؤ دصوبې دبجټ سیوا کولو په اړوند دعمران خان سره خبرې کړي دي اؤ هغه ددغو ستونزو دهواري باور ورکړی.

هغه ویلي وؤ چې په تیرو وختونو کې د مرورو بلوڅ وسله والو تنظیمونو سره خبرو اترو ښې نتیجې ورکړي اؤ زیات هاغه مرور خلک چې غرونو ته ختلي وؤ وسلې یې غورځولي خو هغه به هڅه وکړي چې دهاغو خلکو مرورتیا هم ختمه کړي چې د اوبو،بچلۍ اؤ‌ روغتونونو په څیر داساسي اسانتیاؤ څخه محروم دي.

هغه زیاته کړې دهاغو مرورو ډلو سره خبرې هیڅ ګټه نه لري چې دپاکستان سلامتۍ ته د زیان رسولو سوچونه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG